Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/20

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.اېچ.او) د دوشنبې په ورځ خپله کلنۍ غونډه په داسې حال کې پرانسته چې هېوادونه د ناروغیو خپرېدو، د تمویلي بودیجې له ژور کمښت او مخ په زیاتېدونکي جیوپولیټیک فشار سره لاس په ګرېوان دي.

د روغتیا وزیران او ډېپلوماټان د روغتیا نړیوال سازمان د ۷۹مې کلنۍ غونډې لپاره په جنیوا کې راټول شوي او ټاکل شوې د یوې اوونۍ په اوږدو کې پر مهمو موضوعاتو لکه د وبا لپاره چمتوالی، د روغتیا تمویل او له پولو هاخوا د ډېرو ژوند ژغورلو لپاره  خبرې اترې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس تېدروس ادهانوم گېبریوسېس پرانستغونډې ته خبرو کې استدلال وکړ چې وروستیو بحرانونو د جلا جلا اقداماتو په ځای د پیاوړې نړیوالې همکارۍ اړتیا پیاوړې کړې ده.

ادهانوم زیاته کړې: « وروستیو بحرانونو دا ثابته کړه چې نړۍ د وېش پر ځای لا ډېرې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. موږ د جګړو، اقتصادي بحرانونو، اقلیمي بدلون او د مرستو کمښت له امله په سختو،خطرناکو  او وېشلو وختونو کې ژوند کوو.»

د روغتیا نړیوال سازمان دا کلنۍ غونډه یوه ورځ وروسته له هغې پیل شوه چې د دې سازمان مشر د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د اېبولا ناروغۍ وبا په  اړه د نړیوالې اندېښنې له کبله د عامې روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړ.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اېبولا ناروغۍ په ګاونډي یوګانډا کې هم خپره شوې ده.   

د روغتیا نړیوال سازمان مشر دا هم ویلي چې دوی دلته د دې لپاره نه دي راغونډ شوي چې نوي نوښتونه چمتو کړي بلکې له مخکې نه شته نوښتونو کې اصلاح را وستل هم د دوی یوه موخه ده.        

د روغتیا نړیوال سازمان مشر په دې اړه ویلي: « زموږ موخه یوازې دا نه ده چې نوي نوښتونه چمتو کړو بلکې زموږ موخه دا هم ده چې په موجوده ګڼ شمېر  نوښتونو کې د اصلاحاتو طرحې ورکړو چې د نړیوال روغتیايي جوړښت لپاره په یو شمېر برخو او په نړیواله کچه ورته اړتیا ده.»

له بلې خوا، د هانټا ویرس ناروغۍ خپرېدو هم نړیواله اندېښنه زیاته کړې او دا ویروس تازه د اېم وي هانډورز په نوم په یوې سیاحتي بېړۍ کې خپور شوی.

روغتیا نړیوال سازمان مشر له ټولو نړیوالو سازمانو او هېوادونو غوښتي چې د دې ډول ناروغیو پر وړاندې یو موټی پاتې شي.

ډاکتران بیا وایي، وروستیو پېښو یوځل بیا وښوده چې نړۍ لا هم د پولو هاخوا  روغتیایي ګواښونو پر وړاندې زیانمنونکې ده.  

ډاکټر عبدالقدوس نادري وايي: « د دې غونډې هدف باید یوازې تجارت نه وي بلکې باید د دې ویروسونو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو هېوادونه سره همغږي او یو د بل ملاتړ وکړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان کلنۍ غونډې ګډونوال به د ملاریا له منځه وړلو، د میکروبونو پر وړاندې مقاومت، رواني روغتیا، مصنوعي ځیرکتیا، واکسینونو او نړیوال روغتیایي چمتووالي په اړه هم پراخ بحثونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist