د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.اېچ.او) د دوشنبې په ورځ خپله کلنۍ غونډه په داسې حال کې پرانسته چې هېوادونه د ناروغیو خپرېدو، د تمویلي بودیجې له ژور کمښت او مخ په زیاتېدونکي جیوپولیټیک فشار سره لاس په ګرېوان دي.
د روغتیا وزیران او ډېپلوماټان د روغتیا نړیوال سازمان د ۷۹مې کلنۍ غونډې لپاره په جنیوا کې راټول شوي او ټاکل شوې د یوې اوونۍ په اوږدو کې پر مهمو موضوعاتو لکه د وبا لپاره چمتوالی، د روغتیا تمویل او له پولو هاخوا د ډېرو ژوند ژغورلو لپاره خبرې اترې وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس تېدروس ادهانوم گېبریوسېس پرانستغونډې ته خبرو کې استدلال وکړ چې وروستیو بحرانونو د جلا جلا اقداماتو په ځای د پیاوړې نړیوالې همکارۍ اړتیا پیاوړې کړې ده.
ادهانوم زیاته کړې: « وروستیو بحرانونو دا ثابته کړه چې نړۍ د وېش پر ځای لا ډېرې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. موږ د جګړو، اقتصادي بحرانونو، اقلیمي بدلون او د مرستو کمښت له امله په سختو،خطرناکو او وېشلو وختونو کې ژوند کوو.»
د روغتیا نړیوال سازمان دا کلنۍ غونډه یوه ورځ وروسته له هغې پیل شوه چې د دې سازمان مشر د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د اېبولا ناروغۍ وبا په اړه د نړیوالې اندېښنې له کبله د عامې روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړ.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اېبولا ناروغۍ په ګاونډي یوګانډا کې هم خپره شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر دا هم ویلي چې دوی دلته د دې لپاره نه دي راغونډ شوي چې نوي نوښتونه چمتو کړي بلکې له مخکې نه شته نوښتونو کې اصلاح را وستل هم د دوی یوه موخه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر په دې اړه ویلي: « زموږ موخه یوازې دا نه ده چې نوي نوښتونه چمتو کړو بلکې زموږ موخه دا هم ده چې په موجوده ګڼ شمېر نوښتونو کې د اصلاحاتو طرحې ورکړو چې د نړیوال روغتیايي جوړښت لپاره په یو شمېر برخو او په نړیواله کچه ورته اړتیا ده.»
له بلې خوا، د هانټا ویرس ناروغۍ خپرېدو هم نړیواله اندېښنه زیاته کړې او دا ویروس تازه د اېم وي هانډورز په نوم په یوې سیاحتي بېړۍ کې خپور شوی.
روغتیا نړیوال سازمان مشر له ټولو نړیوالو سازمانو او هېوادونو غوښتي چې د دې ډول ناروغیو پر وړاندې یو موټی پاتې شي.
ډاکتران بیا وایي، وروستیو پېښو یوځل بیا وښوده چې نړۍ لا هم د پولو هاخوا روغتیایي ګواښونو پر وړاندې زیانمنونکې ده.
ډاکټر عبدالقدوس نادري وايي: « د دې غونډې هدف باید یوازې تجارت نه وي بلکې باید د دې ویروسونو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو هېوادونه سره همغږي او یو د بل ملاتړ وکړي.»
د روغتیا نړیوال سازمان کلنۍ غونډې ګډونوال به د ملاریا له منځه وړلو، د میکروبونو پر وړاندې مقاومت، رواني روغتیا، مصنوعي ځیرکتیا، واکسینونو او نړیوال روغتیایي چمتووالي په اړه هم پراخ بحثونه وکړي.