په پاکستان کې د پوځ له ملاتړ برخمنو وسلهوالو ډلو د ازادانه فعالیت ترڅنګ، اوس دا هېواد د نشهيي توکو د ناوړه او غیرقانوني پدیدې د تولید او قاچاق پر مرکز بدلېدونکی دی او ښايي د ترهګرۍ په څېر، له دې هېواده ګاونډیو، سیمه ییزو او د نړۍ هېوادونو ته یو بل سرخوږی جوړ کړي.
د دې هېواد سیاسي او پوځي څېرې که څه هم په نړیوالو ناستو کې په دې اړه نورو ته د پړې ګوته نیسي، خو د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر وايي، پاکستان دامهال له اټومي وسلې هم د نشهيي توکو له ستر ګواښ سره مخ دی.
سراجالحق خبرداری ورکړی چې که په پاکستان کې د يادو توکو روان کاروبارونه ونه درول شي او په کې له ښکېلو عناصرو سره قانوني چلن ونه شي، په خبره یې هېڅ لوری به یې د ملت د تباهۍ مخ ونه شي نیولی.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر سراجالحق وايي: « په پاکستان کې د نشهيي توکو پراخېدونکی ګواښ د دې هېواد لپاره له اټوم بم څخه هم زیات پر لوی او ستر خطر بدل شوی. که په دې ناوړه کاروبار کې ښکېلې خواوې او د هغوی تر شا ولاړ ملاتړي افشا او د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، نو هېڅوک به دا ملت له تباهۍ ونه شي ژغورلی.»
نوموړي تر دې وړاندې ویلي و چې پاکستان له سخت اقتصادي فشار، د برېښنا له اوږدمهاله پرچاوۍ، ګرانۍ او ګونګ حالت سره مخ دی او له ملي یووالي، جدي خبرو اترو او ثابتې تګلارې پرته، له موجوده کړکېچ څخه را وتل یې ناشوني دي.
د پاکستان حکومت او په ملګرو ملتونو کې يې استازي عاصم افتخار بيا د دې سازمان په ناستو کې په پرله پسې افغانستان د نشهيي توکو د کر او توليد ستر مرکز یاد کړی.
بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بیا تېرکال په یوه غونډه کې په ډاګه کړې وه چې په افغانستان کې د کوکنار بوټی وچ شوی، خو په پاکستان کې لا هم شین او پر زرګونه هکټاره ځمکو کرل کېږي چې ښايي دې غاړې ته یې په را اړولو سره د افغانستان د بدنامولو هڅه وشي.
د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی وايي: « په پاکستان کې عادي خلک دا کار نه شي کولی او ښکاره خبره ده چې لپاره یې واک او ځواک ته اړتیا ده. د نشه يي توکو کرکیله په پاکستان کې پر ځواکمنو اشخاصو او کورنیو پورې اړه لري؛ همدا ځواکمن خلک او کورنۍ بیا په بهر کې له دوی هم ځواکمنو کسانو سره اړیکه لري او له حمایت یې برخمن دي.»
د چارو شنونکي په پاکستان کې د نشهيي توکو کرکيله، پروسېس او قاچاق د ځواکمنو او پیاوړ کړیو کار ګڼي چې د دوی په خبره، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د حکومت او پوځ له ملاتړ برخمنې دي.
دوی له ترهګریزو او امنیت ضد کړنو وروسته د نشهيي توکو ګواښ ګاونډ او سیمې لپاره ستر خطر یادوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان دا کار له ډېرې پخوا کوي او په بدمعاشۍ یې کوي؛ ځکه دوی د دې کار لپاره د لوېديځې نړۍ ملاتړ لري. کله کله د دې لپاره چې خپل ملت ته غلط ادرس ورکړي، تور یې پر افغانستان پورې کوي. دا ټولې نړۍ ته پته ده چې پاکستان دغه کار له تېرو ۷۰ کالو راهیسې کوي او هلته د نشه يي توکو لویې لویې مافیايي کړۍ هم فعالیت لري او یا د نورو هېوادونو مافیايي کړۍ دلته استازولۍ لري.»
د پاکستان سیاسیون داسې مهال په دې هېواد کې د نشهيي توکو د ګواښ خبرداری ورکوي چې په کې د پراخېدونکې ناامنۍ او داخلي رقابتونو له امله، سياسي بې ثباتي تر بل هر وخت زياته شوې ده.