Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

د چین پلازمېنې بېجېنګ ته د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر په درشل کې د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې ټرمپ کولی شي پر چین د ایران په تړاو فشار وارد کړي، ترڅو بېجېنګ د خپل نفوذ په کارولو سره په سیمه کې د ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د سپینی ماڼۍ یوې ویاندې آنا کیلي ویلي، تمه ده ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ناوخته بېجېنګ ته ورسیږي او د پنجشنبې په ورځ رسماً له خپل چیني سیال شي جېنګ پنګ سره وګوري.

نوموړې د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « ولسمشر ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ بېجېنګ ته ورسیږي او د پنجشنبې په ورځ به له خپل چینايي سیال سره خبرې وکړي. له دې وروسته به په یوه  پروګرام کې چې د هیوین د معابدو څخه لیدنه هم په کې شامله ده، ګډون وکړي.»  

 چین ته د ټرامپ د سفر په درشل کې د متحده ایالتونو د خزانې وزیر سکاټ بیسنت تېره اوونۍ پر چین تور پورې کړ چې د ایران مالي ملاتړ کوي.

د ده په خبره، ایران د تروریزم تمویلوونکی هېواد دی او چین د ایران د انرژۍ د ۹۰ سلنو په پیرلو سره، د ایران ستر مالي ملاتړ کوي.

د متحده ایالتونو د خزانې وزیر د څرګندونو یوه برخه کې راغلي: « ایران په نړۍ کې د تروریزم تمویلونکی هېواد دی او چین د ایران د انرژۍ نوي سلنه پېري. نو په دې ترتیب، چین د تروریزم ستر تمویلونکي هېواد مالي ملاتړ کوي.»

د ټرمپ د دې سفر د اجنډا په مهمو مسایلو کې د ایران جګړه او د هرمز تنګي خلاصول هم شامل دي. همدارنګه ولسمشر ټرمپ به هڅه وکړي چې د چین له نفوذ څخه منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت او له هرمز تنګي څخه د تېلو د لېږد بهیر باوري کولو لپاره کار واخلي.

د ټرمپ له دې لیدنې مخکې په مارچ میاشت کې د چین او متحده ایالتونو جګپوړو چارواکو په پاریس کې سره ولیدل، ترڅو د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره مقدمات برابر کړي.

د ټرمپ له دې پلان شوې لیدنې څخه وړاندې، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم بېجېنګ ته سفر وکړ او د یوه منځګړي په توګه یې د چین ونډه روښانه کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی
نړۍ

د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

اگست 6, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist