Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

د خوست ولایت مسوولین وايي، یاد طبي لابراتوار چې شاوخوا ۹۰ زره امریکايي ډالره پانګونه ورباندې شوې، د ناروغیو د تشخیص په پرمختللیو وسایلو سمبال دی او د کره او معیاري معایناتو ترسره کولو وړتیا لري. 

ځايي مسوولین وايي، په دې لابراتوار کې د سرطاني ناروغیو، الرژۍ یا حساسیت سربېره د نورو ناروغیو د تشخیص امکانات هم شته او د سوېل ختیځ زون په کچه لومړنی معیاري طبي لابراتوار بلل کېږي.

د نوي پرانستل شوي طبي لابراتوار مسوول استاد عبدالقدوس لېوال وايي: « خوست ولایت کې په ځانګړې توګه د سرطاني ناروغیو د تشخیص په اړه خلکو ته پوره ډاډ ورکوو. همدارنګه موږ د الرژي یا حساسیت د تشخیص وړتیا لرو او کولی شو د یوه عصري ماشین په وسیله پنځه ډوله الرژي تشخیص کړو.»

د خوست عامې روغتیا مرستیال شیرا ګل ځدراڼ وايي: « زموږ ټول ناروغان په داخل کې تداوي کېږي. اوس په خوست کې داسې ډېر سنټرونه لرو چې نه یوازې د خوست لپاره کافي دي بلکې کولی شي ټول افغانستان لپاره خدمات وړاندې کړي.»

په ورته مهال، ډاکټران او ځایي اوسېدونکي د دې لابراتوار پرانیستل د سیمې لپاره یو مهم طبي پرمختګ بولي.

د دوی په خبره، تر دې وړاندې به د سرطان او ځینو نورو پېچلو ناروغیو د تشخیص لپاره کابل او یا هم له هېواد څخه بهر تلل.

دوی زیاتوي، د دې لابراتوار په فعالیدو سره به پلازمېنې کابل او یا هم له هېواده بهر سفر کولو ته اړ نه وي.

د خوست ډاکټرانو اتحادیې رییس عبدالحکیم ځدراڼ وايي: « باید د روغتیا په برخه کې خپل خلک تشویق کړو، ترڅو د نورو له احتیاج خلاص شوو. زه په یقین سره ویلی شم چې د خصوصي سکټور په برخه کې به ډېر ژر داسې زېري واوری چې د افغانستان څه چې د اسیا په کچه به وي.»

د خوست طبي ټېکنالوجیسټانو اتحادیې مرستیال نور ګل شیرزوی وايي: « په دې کې د پي‌سي‌آر څانګه فعاله شوې. دا لومړی ځل دی چې خوست کې دا څانګه فعالېږي او ډېره اړتیا ورته لیدل کېده. له دې وړاندې موږ مجبور وو چې خپل ناورغان کابل ته واستوو او هلته به یوه اوونۍ پرې تېرېده.»

د خوست اوسېدونکی کمال هاروني وايي: « موږ به د ځینو لابراتواري معایناتو لپاره نورو هېوادونو ته تلو؛ اوس دا موږ ته ښه زېری دی چې دا ډول لابراتوار په فعالیت پيل وکړ.»

خوست کې د یاد طبي مرکز له پرانستنې سره ځایي اوسېدونکي او د روغتیا برخې کارکوونکي هیله‌ من شوي چې دا ډول طبي بنسټونه به د ولایت په کچه د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا ترڅنګ، په بهرنیو طبي مرکزونو د خلکو تکیه کمه او په دې ولایت کې به د معیاري روغتیايي خدمتونو کچه لوړه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist