د خوست ولایت مسوولین وايي، یاد طبي لابراتوار چې شاوخوا ۹۰ زره امریکايي ډالره پانګونه ورباندې شوې، د ناروغیو د تشخیص په پرمختللیو وسایلو سمبال دی او د کره او معیاري معایناتو ترسره کولو وړتیا لري.
ځايي مسوولین وايي، په دې لابراتوار کې د سرطاني ناروغیو، الرژۍ یا حساسیت سربېره د نورو ناروغیو د تشخیص امکانات هم شته او د سوېل ختیځ زون په کچه لومړنی معیاري طبي لابراتوار بلل کېږي.
د نوي پرانستل شوي طبي لابراتوار مسوول استاد عبدالقدوس لېوال وايي: « خوست ولایت کې په ځانګړې توګه د سرطاني ناروغیو د تشخیص په اړه خلکو ته پوره ډاډ ورکوو. همدارنګه موږ د الرژي یا حساسیت د تشخیص وړتیا لرو او کولی شو د یوه عصري ماشین په وسیله پنځه ډوله الرژي تشخیص کړو.»
د خوست عامې روغتیا مرستیال شیرا ګل ځدراڼ وايي: « زموږ ټول ناروغان په داخل کې تداوي کېږي. اوس په خوست کې داسې ډېر سنټرونه لرو چې نه یوازې د خوست لپاره کافي دي بلکې کولی شي ټول افغانستان لپاره خدمات وړاندې کړي.»
په ورته مهال، ډاکټران او ځایي اوسېدونکي د دې لابراتوار پرانیستل د سیمې لپاره یو مهم طبي پرمختګ بولي.
د دوی په خبره، تر دې وړاندې به د سرطان او ځینو نورو پېچلو ناروغیو د تشخیص لپاره کابل او یا هم له هېواد څخه بهر تلل.
دوی زیاتوي، د دې لابراتوار په فعالیدو سره به پلازمېنې کابل او یا هم له هېواده بهر سفر کولو ته اړ نه وي.
د خوست ډاکټرانو اتحادیې رییس عبدالحکیم ځدراڼ وايي: « باید د روغتیا په برخه کې خپل خلک تشویق کړو، ترڅو د نورو له احتیاج خلاص شوو. زه په یقین سره ویلی شم چې د خصوصي سکټور په برخه کې به ډېر ژر داسې زېري واوری چې د افغانستان څه چې د اسیا په کچه به وي.»
د خوست طبي ټېکنالوجیسټانو اتحادیې مرستیال نور ګل شیرزوی وايي: « په دې کې د پيسيآر څانګه فعاله شوې. دا لومړی ځل دی چې خوست کې دا څانګه فعالېږي او ډېره اړتیا ورته لیدل کېده. له دې وړاندې موږ مجبور وو چې خپل ناورغان کابل ته واستوو او هلته به یوه اوونۍ پرې تېرېده.»
د خوست اوسېدونکی کمال هاروني وايي: « موږ به د ځینو لابراتواري معایناتو لپاره نورو هېوادونو ته تلو؛ اوس دا موږ ته ښه زېری دی چې دا ډول لابراتوار په فعالیت پيل وکړ.»
خوست کې د یاد طبي مرکز له پرانستنې سره ځایي اوسېدونکي او د روغتیا برخې کارکوونکي هیله من شوي چې دا ډول طبي بنسټونه به د ولایت په کچه د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا ترڅنګ، په بهرنیو طبي مرکزونو د خلکو تکیه کمه او په دې ولایت کې به د معیاري روغتیايي خدمتونو کچه لوړه کړي.