Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/21

د هرات ولایت حوزوي روغتون ډاکټران وايي، په روان ژمي کې د سړې هوا له کبله په ماشومانو کې د زکام، ټوخي، تنفسي او سینه بغل ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د ډاکټرانو په خبره، د ژمي له پیل راهیسې تر اوسه هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې ماشومان حوزوي روغتون ته ور وړل شوي او اکثریت یې په موسمي ناروغیو اخته دي.

د ډاکټرانو په وینا، د ماشومانو پاک ساتلو ته پام اړول، د دوی خوراک او څښاک ته پاملرنه او د خطرناکو ناروغیو په وړاندې یې واکسین کول خورا ضروري دي او کولی شي د ناروغنیو مخه ونیسي.

د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکتر میرویس عابدي وايي: «  د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې ته هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ تنو ماشومانو راوړل کېږي چې ډېر یې په تنفسي ناروغیو اخته وي. په دې ناروغیو کې له زکام نیولې تر سینه بغل پورې شاملې دي.»

په لرو پرتو سیمو کې د سمبال روغتیایي مرکزونو نه شتوالی بله اساسي ستونزه ده او له امله یې هرات ته هره ورځ د لوېدیځ زون له بېلابېلو ولایتونو څخه سلګونه ماشومان د درملنې لپاره ور وستل کېږي.

یو شمېره غه کسان چې خپل ماشومان یې د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته راوستلي، دلته له وړاندې کېدونکو خدماتو خوښ دي، خو د پایوازانو لپاره د یوه مناسب ځای له نه شتوالي شکایت کوي.

له ناروغ سره مل کس یا پایواز نصیر احمد وايي: « دلته د پایوازانو لپاره هېڅ ډول امکانات نه شته. یوه کوټه ده چې د لس تنو ځای لري خو همدا اوس په کې تر ۲۵ ډېر کسان پراته دي. همدارنګه مسجد نه شته، تشنابونه نه شته او کوټې کمې دي. باید دا ستونزې حل شي.»

پایواز امام‌الدین وايي:« موږ دلته د تشناب نه شتوالي او د خوب لپاره د ځای له نه شتوالي له امله په تکلیف یو. له بلې خوا، هوا سړه او ډېری پایوازان په خپله هم ناروغ شوي. باید دلته د پایوازانو لپاره خونې جوړې شي.»

د هرات حوزوي روغتون ماشومانو څانګې ته په داسې حال کې د ورځې تر زرو پورې ناروغ ماشومان راوړل کېږي چې د روغتون د ماشومانو  څانګه یوازي د ۱۰۰ تنو ماشومانو د بسترولو ظرفیت لري.

د روغتون مسوولان وایي، تمه لري هرات کې د ماشومانو ځانګړي روغتون جوړېدو سره به دا ستونزه حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist