Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې روان کال زرګونه کسان په رواني ناروغیو اخته شوي

بلخ کې روان کال زرګونه کسان په رواني ناروغیو اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

پر ناروغیو د اخته کېدو عوامل ګڼ دي، خو که په وخت ورته پاملرنه ونه شي، ناروغ او کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ کولی شي.
د بلخ ابوعلي سینا روغتون ډاکټران وايي، د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې پر رواني ناروغیو اخته شاو خوا ۱۷ زره کسانو مراجعه کړې.
د دوی په خبره، دغو ناروغانو کې ۱۱ زره يې ښځینه دي.
د بلخ ابوعلي سینا روغتون رواني ناروغۍ د درملنې څانګې متخصص ډاکټر اسدالله الفت وايي: « د ۱۴۰۴ کال په تېرو ۷ میاشتو کې ټولټال ۱۷ زره ۸۰۰ تنو مراجعه کړې چې له ډلې یې ځينې کسان بستر شوي او نور رخصت شوي دي. همدارنګه له دې ډلې ۵ زره ۹۶۹ تنه نارینه او ۱۱ زره ۶۹۰ تنې هم ښځې وې.»

که څه هم  کمزوری اقتصادي وضعیت، ګاز لرونکو مشروباتو کارول، له حده ډېر مسوولیتونه لرل يې عوامل بلل کېږي، خو روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې له اندېښنو ځان ساتل او ډېر فکر نه کول يې د درملنې لپاره غوره لارې دي.
د رواني ناروغیو درملنې څانګې ډاکټر داود عاصم وايي: «لاملونه یې تر ډېره د دوی په شاوخوا کسانو او چاپېریال پورې اړه لري. همدارنګه د دوی غذايي رژیم هم موږ ته ډېر اهمیت لري.»

د رواني ناروغیو د درملنې څانګې ډاکټر امیر محمد نیازی وايي: « رواني ناروغۍ اوس د نړۍ په کچه هم د ناروغیو ډېره برخه جوړوي. د دې ډول ناروغانو د درملنې لپاره باید ښه ټولنیز ژوند ولري او د کورنۍ له خوا یې ملاتړ وشي.»

د دغو ناروغانو پایوازان یاده برخه کې خدمات تر نورو مهم بولي او ټینګار کوي چې روغتونو کې دې ورته پاملرنه جدي شي.
د یوه ناروغ پایوال سید علي وايي: « خدمات ښه دي او رسېدنه کېږي، خو د معایناتو په برخه کې څه ستونزې شته، قېمتونه یې د بهر په پرتله لوړ دي.»

پایواز احمد شاه وايي: « ډاکټران په خپل وخت راځي او ناروغان ګوري، څه ستونزه نه شته.»

د ډاکټرانو د معلوماتو پر بنسټ، د سږکال تېرو اتو میاشتو کې د مغزي سکتې پر ناروغۍ هم څه باندې زر تنه ناروغانو ورته مراجعه کړې چې له دې شمېر ۱۲۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist