Skip to content
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د کنګل شویو پیسو د خلاصولو او اقتصادي بندیزونو لرې کولو بدل کې پر کابل خپلې غوښتنې تحمیل کوي او دې ته یې اړ کړي،چې د پخواني نظام ځینې چارواکي په خپل حکومت کې شامل کړي او د افغانستان د هوايي ډګرونو کنټرول د خپلو متحدینو له لارې واک کې واخلي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دوه عمده علتونه دي،چې امریکا د هېڅ چا خبرو ته غوږ نږدي او د افغانستان پیسې یې کنګل ساتلي او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي. امریکا غواړي،چې د دوحې تړون هغه برخه تطبیق شي،چې هلته منل شوي،چې په اوسني نظام کې د پخواني حکومت چارواکي ځای ولري او غواړي،چې هغه بېرته راولي. دویم دا چې امریکا هڅه کوي،په دې د افغانستان د هوايي ډګرونو کنټرول چې په حقیقت کې د افغانستان کنټرول دی،غواړي خپلو متحدینو ته یې ورکړي او د پردې ترشاه به یې امریکا بېرته کنټرول کوي.»
ځینې مني،چې دا پیسې دافغانانو دي،خو ترهغې چې په کابل کې هغه معیارونه چې نړۍ یې غواړي برابر نه شي،وربه یې نه کړي.
د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:« دا پیسې واقعا د افغانستان دي او باید افغانستان ته ورکړل شي،خو نه یې ورکوي. په دې چې نړۍ ځانته معیارونه لري،د هغو معیارونو د جوړولو لپاره اړتیا ده،چې نوی نظام یې پوره کړي.»
داسلامي امارت غوښتنه بیا همدا ده،چې واشنګټن دې کنګل شوې پيسې بېرته راخوشې کړي او نړۍ باید له افغانستان سره سیاسي اړیکې ورغوي،چې دا د ټولو په ګټه دي .
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي:« د اسلامي امارت غوښتنه دا ده،چې د افغانانو کنګل شوې پیسې راخوشې شي. همدا راز سیاسي اړیکې تقویه شي او د افغانانو حقوق به ملګرو ملتونو کې چې د افغانستان څوکۍ ده،باید هغه چاته ورکړل شي،چې د افغانانو نماینده ګي کوي.»
له هغې وروسته چې پرافغانستان اقتصادي بندیزونه لګول شوي او شتمنۍ یې کنګل شوې، افغانان له جدي اقتصادي ګواښ سره مخ دي او له خپلو ټولو هغو نړیوالو حقوقو بې برخې دي،چې د نړۍ نور ولسونه ترې برخمن دي،د کنګل کړې پانګې د بېرته خوشې کولو په موخه کابل کې پراخ لاریونونه هم ترسره شول،خو امریکا لا هم په پخواني دریځ ولاړه ده .