Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/28

د کونړ ځايي چارواکو د تازه څرګندونو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم ملېشو په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۷ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.  

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم په دې بریدونو کې د کونړ ولایت مرکز کې د سید جمالدین افغان پوهنتون داسې مهال په نښه کړی چې محصلین په کې په زده کړو بوخت وو.

د کونړ ولایت د امنیت آمر مولوي نعمت الله حمیدي وايي، دا بریدونه د BM40  توغندیو په وسیله شوی او قربانیا یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ټول ملکي وګړي دي.

د کونړ ولایت د امنیت آمر مولوي نعمت الله حمیدي وايي: « نن په کونړ ولایت کې په شاوخوا ۲ بجو د پاکستاني نظامیانو له خوا د بم چهل مرمۍ راغلې، په ملکي کورونو ولګېدې او زموږ مظلوم خلک یې شهیدان او زخمیان کړل. په دې پېښه کې تر اوسه د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۴۵ تنه ملکي وګړي زخمیان شوي او ۴ تنه شهیدان شوي دي.»

د کونړ په مرکز اسد اباد کې عیني شاهدان وایي، پر سید جمالدین افغان پوهنتون د پاکستاني پوځي رژیم جیټ الوتکو او ډرونونو برید کړی؛ هغه ادعا چې د چارواکو له خوا نه ده تایید شوې.

له بلې خوا، د کونړ ولایت د عامی روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وايي، په دې بریدونو کې یوازې ملکي وګړي په نښه شوي او په ټپیانو کې هم زیات شمېر ښځې دي.

د هغه په خبره، یو شمېر هغه ټپیان ننګرهار ته استول شوي چې روغتیايي وضعیت یې نازک و.

د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص په دې اړه وايي: « د تېر په څېر یوځل بیا د پاکستان ظالم او وحشي رژیم د کونړ مرکز اسد اباد او شاوخوا سیمو باندې بې درېغه مرمۍ ورولې دي. تر اوسه د اسداباد ولایتي روغتون ته ۴۵ تنه ملکي ټپيان رسېدلي او درې تنه هم شهیدان لرو. د دې ټپیانو له ډلې دوه تنه د ننګرهار حوزوي روغتون ته استول شوي.»

په کونړ کې پر ملکي اهدافو دا بریدونه داسې مهال شوی چې ها خوا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د پاکستان پوځي رژیم له خوا د ملکي وګړو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه شوي دي.

په سیمه کې د شمشاد ټلویزیون خبریال د ځايي چارواکو په حواله وايي، په دې بریدونو کې هم یوازې  د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي.

چارواکو ویلي،  افغان دفاعي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې دي.

د چارو شنونکي وايي، پاکستان یو ځل بیا په دې ډول بریدونو سره  هڅه کوي د اسلام اباد په اند، افغانستان تر فشار لاندې راولي.

د دوی په خبره، د پاکستان دا بریدونه ښيي چې د چین خبرې هم ښايي هومره اغېزناکې نه وې چې تمه یې کېدله.

د سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي: « پر کونړ د پاکستان بریدونه دا ښيي چې پاکستان هڅه کوي د جګړې جبهه توده وساتي او پر افغانستان فشارونو ته ادامه ورکړ ي. همدارنګه، دا ښيي چې د چین خبرې هم په هغه اندازه اغېزناکې نه وې لکه څنګه چې ادعا کېده.»

 د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تېر کال په اکټوبر کې په بې ساري ډول خرابې شوې او په پایله کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ وسله ولې نښتې پيل شوې.

که څه هم د ترکیې، قطر، سعودي عربستان په ګډون د سیمې هېوادونو د منځګړیتوب له لارې هڅه وکړه چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دا ستونزې هوارې کړي، خو د اسلام اباد نا معقولو غوښتنو دا هڅې ناکامې کړې.

ورپسیې د روانې میلادي میاشتې په سر کې د چین په ارومچي ښار کې د بېجېنګ په منځګړیتوب د دواړو خواو ترمنځ بیا خبرې وشوې. دا خبرې د چین بهرنیو چارو وزارت، کابل او اسلام اباد له خوا مثبتې و ارزول شوې.

که څه هم د چین بهرنیو چارو وزارت وویل چې دواړو لورو موافقه کړې چې تاوتریخواالی به کموي او شته ستونزې به د خبرو له لارې حلوي، خو دا بریدونه ښيي چې اسلام اباد هېڅ یوه  اصل ته ژمن نه دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist