Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/07

د هرات اختیار الدین کلا کې د لرغوني ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو.
مسوولین وايي، په دې موزیم کې د ساینس او ټکنالوژۍ اړوند شاوخوا۷۵۰ بېلابېل اثار نندارې ته وړاندې شوي چې د پخوانیو تمدنونو تخنیکي، علمي ماډلونه او تاریخي وسایل په کې شامل دي.

دا اثار د انساني پوهې د پرمختګ بهیر ښيي او لیدونکو ته د ساینس د تاریخ په اړه ژوره پوهه ورکوي.

اختیارالدین کلا کې د موزیم اړیکو مسوول علي احمد تیموري وايي: « له تېرو ۱۲۰ کالو را په دې خوا د انسان ارتباطي وسایل لکه راډیو، ټلویزیون، ټیلفون او نور په دې کې نندارې ته اېښودل شوي دي.»

مسوولین وايي، د دغو پخوانیو ساینسي هڅو او تجربو له لیدلو سره ځوان سیلانیان او په تېره بیا زده کوونکي لا زده کړو ته هڅول کېږي.
د دوی په خبره، هڅه کوي په راتلونکې کې موزیم لا هم پراخه او بډایه کړي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتور او هنر آمر عبدالمتین عادل وايي: « که څه هم د هرات موزیم د هېواد له بډایه موزیمونو څخه ګڼل کېږي، خو دې سالون د هرات ولایت پر بډاینې نور هم ور زیات کړل او موږ کولی شو په صراحت سره ووایو چې د سیل کوونکو جذب به زیات کړي.»

په ورته مهال، یو شمېر سیلانیان د دې ډول نوښتونو هرکلی کوي او وایي، دا ډول علمي او فرهنګي مرکزونه کولی شي د تېرو نسلونو او لاسته راوړونو په اړه د ځوانانو علمي او فکري وده پیاوړې او هغوی د زده ‌کړې او نوښت پر لور وهڅوي.

د کابل اوسېدونکی احمد تمیم راسخ وايي: « ډېر خوښ یم چې دا موزیم یوځل بیا فعال شو او خلک کولی شي لیدنه ترې وکړي او د خپلو نیکونو په احوال ځان خبر کړي. دا چې موږ په تېر کې څه لرل او اوس څه لرو او موږ څومره تغییر کړی.»

د هرات اوسېدونکی سدیس وايي: « دا موږ ته ډېره د خوشالۍ خبره ده چې دا موزیم بېرته پرانستل شو. باید د دې موزیم ښه ساتنه وشي، ترڅو د نورو ځایونو خلک هم راشي او لیدنه ترې وکړي.»

د یادونې وړ ده چې اختیارالدین کلا د هرات له مهمو تاریخي ابداتو  څخه ده او اوس د فرهنګي او علمي فعالیتونو لپاره هم کارول کېږي چې د کارپوهانو په باور دا چاره د تاریخي ځایونو د لا بډایه کېدو سبب ګرځي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist