Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/06

د روان کال د اپرېل په ۱۷مه جرمني ته د تخنیکي ډلې په اډانه کې د دوو افغان چارواکو سفر او هلته د سفارتي چارو بېرته پيل، له اسلامي امارت سره د تعامل او د اړیکو ښه‌والي تمې زیاتې کړې.

تازه د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه پوښتل شوی؛ خو هغه ورته تمې رد او هلته د اسلامي امارت د ورغلي پلاوي سفر یې یوازې د کډوالو ستنولو لپاره پر تسهيلاتو پورې محدود بللی.

هغه په ډاګه کړې، چې له افغانستان سره د جرمني اړیکې په خپل پخواني حالت کې دي او د ښه‌والي هېڅ راز بدلون پکې نه دی راغلی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند، مارتین ګیزه په دې اړه ویلي: « زه فکر کوم، چې موږ څو څو ځله په جرمني کې د افغانستان د استازولۍ او هلته له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ساتلو په اړه غږېدلي یوو. موږ له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوو. موږ له دې هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې لرو؛ ځکه چې د دولتونو ترمنځ دا ډول اړیکې موجودې وي. خو په کابل کې له اوسنیو چارواکو سره اړیکې هغه دي، چې موږ یې وړاندې یادونه کړې او هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی. نو له همدې امله، نن زه تاسو ته کومه نوې خبره نه لرم، چې شریکه یې کړم.»

له دې وړاندې د مارچ په ۲۱مه هم دویچه‌ولې جرمني رسنۍ راپور ورکړی و، چې اسلامي امارت پرته له دې چې د جرمني حکومت په جریان کې کړې، “یو کس” د سفیر په توګه برلین ته لیږلی، هغه څه چې د اړیکو ښه کولو یو اړخیز اقدام او د ۱۹۶۱کال د جینوا د کنوانسیون خلاف عمل بللی شوی و.

له دې ورهاخوا جرمني له تېرو دوو کلونو راهیسې په جرمي قضیو کې د ښکېلو او هلته د غیر قانوني افغان کډوالو د بېرته ستنونې لړۍ چټکه کړې او په دې لړ کې یې دوه ځله دغه کډوال په چارټر الوتکو کې افغانستان ته رالیږلي، چې دې چارې د بشري حقونو او د کډوالو د حقونو چارو فعالانو نیوکې هم له ځان سره لرلې دي.

د سیاسي چارو شنونکی، اخترمحمد راسخ وایي: «دا خبره کره او دقیقه ده، چې اروپایي ټولنې د اړیکو ښه‌والي لپاره د اسلامي امارت چارواکو ته بلنه ورکړه او له دوی سره یې د مذاکرې او خبرو لاره خپله کړه؛ تر څو په دې توګه وکولی شي له افغانستان څخه دې هېوادونو ته متواجه ګواښونه او خطرونه کم او ستونزو ته حل‌لاره ومومي.»     

له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو د ټنګښت او د تعامل په اړه د جرمني لومړي وزیر فدریش مرتڅ هم د نړۍوالې ټولنې د نورو غړو په څېر په ځلونو د اسلامي امارت پر نه رسمیت پېژندنې ټینګار کړی.

دغو هېوادونو د بشري حقونو مراعات په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو موضوع په دې لار کې د تر ټولو لوی خنډ په توګه یاده کړی او له رسمیت پېژندنې وړاندې یې د شرط په توګه اېښي.

د سیاسي چارو شنونکی، خلیل‌ احمد نادم په دې اړه وایي: «ترڅو چې اسلامي امارت په خپلو کړنو او پالیسیو کې بدلونونه نه‌وي راوړي، اروپایي ټولنې او غړي یې دوی په رسمیت نه‌پېژني. د دې ټولنې لپاره د نجونو زده‌کړې، کار او په ټولنه کې د دوی ګډون سرې کرښې دي، چې باید رعایت شي.»

جرمني حکومت له دې دوړاندې هم د افغان چارواکو منل او دغه هېواد ته یې رسمي سفر له اسلامي امارت سره د تعامل او د اړیکو د ښه‌کېدو په مانا نه وو بللي او په دې اړه یې ټولې ګنګوسې او شایعې رد کړې وې او یوازې یې د افغان کډوالو د بېرته ستنونې په پروسه کې تر تسهیل او اسان‌چارۍ پورې محدودې کړې وې.

ورته مهال څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې او برېټانیې هم د غیر قانوني کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له افغان چارواکو سره د خبرو پخلی کړی و او د دوی د وربلل کېدو خبر یې هم ورکړی و. 

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist