Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/07

د ملګرو ملتونو له اړوند بنسټونو سربېره، اوس خپله د پاکستان دولتي بنسټونه هم تایيدوي چې دا مهال په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کېږي.

د بشري حقونو کمیسیون يې هلته د بشري حقونو وضعيت په اړه کلنی راپور خپور کړی او په کې يې تایيد کړې چې په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې له افغان کډوالو سره روان چلن ناسم او له نيول کېدو سربېره يې د جبري اخراج لړۍ هم چټکه شوې ده.

په راپور کې ويل شوي، تېرو کلونو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ په عادي توګه روانه وه، خو د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته، پاکستان پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ را تنګه کړه.

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون ویلي: « د ۲۰۲۵ زېږدیز کال له جنوري تر ډسمبر پورې، په ټوله کې له ۱۷۵ زرو زیات افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي دي. د پاکستان بشري حقونو کمیسيون له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱.۱ ميلیون زیاتو افغانانو ستنېدل ثبت کړي. د بشري حقونو کمیسیون د افغان کډوالو د دوامداره ځورونو، نیونو او جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګندوي. ډېری اخراج کېدونکي کډوال د ځورونې،کورني‌جلاوالي او سختو بشري ګواښونو سره مخ دي.»

په ورته مهال، کابل دولتي مسوولین وايي، حکومت د کډوالو د جذب او استوګنې لپاره بشپړ امکانات لري او زیاتوي چې په هر تعداد راستنېدونکو ته په کافي اندازه رسېدنه کولی شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: «

« زموږ غوښتنه دا ده چې افغان مهاجرین د کرښې هغې غاړې ته ونه ځنډول شي. بهرني بنسټونه او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري باید له پاکستاني لوري سره په دې اړه خبرې وکړي چې افغانانو ته ستونزې جوړې نه کړي. هغوی دې نه ځورول کېږي او ژر تر ژره د ورته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شي.»

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون د خپل راپور په یوه بله برخه کې ویلي، یو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته نه ځي او ځینو روغتونونو هم بې له معتبرو اسنادو ورته د خدمتونو له وړاندې کولو ډډه کړې. په دې توګه ياد افغانان له اساسي حقونو بې برخې کړای شوي دي.

د بشري حقونو مدافعان د پاکستان دا ډول چلن پر کابل د فشار راوړلو په مانا بولي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرزاق عدیل وايي: « نه باید کډوال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته ستونزو او اختلافونو بیه پرې کړي. مهاجرت یوه انساني پدیده ده نه سیاسي او نظامي مانوره. د نړیوالو قوانینو او اسلامي اصولو له مخې، مهاجر باید د امنیت په ګډون د روغتیا له اساسي حق څخه هم برخمن وي. د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وروستی راپور د خطر هغه زنګ دی چې څرګندوني پر افغان کډوالو فشارونه تر غیر انساني پولو پورې رسېدلي دي.»

د حقونو ځینې نور مدافعان بیا د افغان کډوالو نیول، ځورول او له اساسي حقونو بې برخې کول د کډوالۍ نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بولي او ټينګار کوي چې پاکستان دې د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.

د بشري حقونو مدافع روکای ولیزاده وايي:« د پاکستان نظامي رژيم په سیمه کې د کډوالو د حقونو نقضولو په تړاو تر ټولو ستر ناقض ګڼل کېږي. سره له دې چې پاکستان هر کال د کډوالو په بهانه له ملګرو ملتونو او نورو اړوند بنسټونو زیاتې پیسې ترلاسه کوي، خو کډوالو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې کمزوری عمل کوي. په دې هېواد کې مېشت مهاجرین د زده کړو او روغتیا خدمتونو ته لاسرسی نه لري، کورونه یې ویجاړېږي او په زور ترې ایستل کېږي.»

پاکستان له خپلې خاورې او خيبرپښتونخوا څخه د افغان کډوالو ايستلو لړۍ داسې مهال چټکه کړې چې لاهم زرګونه افغانان د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته په ناوړه بشري وضعیت کې ایسار دي.

له دې وړاندې هم د افغان کډوالو ترڅنګ د بشري حقونو نړیوالو مدافع سازمانونو او بنسټونو په کراتو له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن غندلی او د هغوی پر ناوړه وضعیت یې اندېښنه ښودلې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist