Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: امریکا غواړي پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې تحمیل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/01

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د کنګل شویو پیسو د خلاصولو او اقتصادي بندیزونو لرې کولو بدل کې پر کابل خپلې غوښتنې تحمیل کوي او دې ته یې اړ کړي،چې د پخواني نظام ځینې چارواکي په خپل حکومت کې شامل کړي او د افغانستان د هوايي ډګرونو کنټرول د خپلو متحدینو له لارې واک کې واخلي. 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج  وايي:« دوه عمده علتونه دي،چې امریکا د هېڅ چا خبرو ته غوږ نږدي او د افغانستان پیسې یې کنګل ساتلي او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.  امریکا غواړي،چې  د دوحې تړون هغه برخه تطبیق شي،چې هلته منل شوي،چې په اوسني نظام کې  د پخواني حکومت چارواکي ځای ولري او غواړي،چې هغه بېرته راولي. دویم دا چې امریکا هڅه کوي،په دې  د افغانستان د هوايي ډګرونو کنټرول چې په حقیقت کې د افغانستان کنټرول دی،غواړي خپلو متحدینو ته یې ورکړي او د پردې ترشاه به یې امریکا بېرته کنټرول کوي.»

ځینې مني،چې دا پیسې دافغانانو دي،خو ترهغې چې په کابل کې هغه معیارونه  چې نړۍ یې غواړي برابر نه شي،وربه یې نه کړي. 

د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني  وايي:« دا پیسې واقعا د افغانستان دي او باید افغانستان ته ورکړل شي،خو نه یې ورکوي. په دې چې نړۍ ځانته معیارونه لري،د هغو معیارونو د جوړولو لپاره اړتیا ده،چې نوی نظام یې پوره کړي.» 

داسلامي امارت غوښتنه بیا همدا ده،چې واشنګټن دې کنګل شوې پيسې بېرته راخوشې کړي او نړۍ باید له افغانستان سره سیاسي اړیکې ورغوي،چې دا د ټولو په ګټه دي .

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي:« د اسلامي امارت غوښتنه دا ده،چې د افغانانو کنګل شوې پیسې راخوشې شي. همدا راز سیاسي اړیکې تقویه شي او د افغانانو حقوق به ملګرو ملتونو کې چې د افغانستان څوکۍ ده،باید هغه چاته ورکړل شي،چې د افغانانو نماینده ګي کوي.» 

له هغې وروسته چې پرافغانستان اقتصادي بندیزونه لګول شوي او شتمنۍ یې کنګل شوې، افغانان له جدي اقتصادي ګواښ سره مخ دي او له خپلو ټولو هغو نړیوالو حقوقو بې برخې دي،چې د نړۍ نور ولسونه ترې برخمن دي،د کنګل کړې پانګې د بېرته خوشې کولو په موخه کابل کې پراخ لاریونونه هم ترسره شول،خو امریکا لا هم په پخواني دریځ ولاړه ده . 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist