Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/07

بلخ کې په دې وروستیو کې د تولیدي کارخونو جوړولو ته تر بل هر وخت ډېرو پانګوالو مخه کړې او ګڼې کارخونې جوړې شوې دي. تر ټولو تازه يې د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د کیمیاوې سرې توليدي کارخونه ده چې د مسوولینو په خبره، ٤٥ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې شوې او په ورځني ډول به د ۲۰۰ ټنه سرې د تولید ظرفیت ولري.

د کارخونې مسوول مبشر متوکل وايي: « زموږ کارونه موسمي دي او یوازې د کیمیاوي سرې په برخه کې مو ۴۵ میلیونه پانګونه کړې چې تر ډېره به د هېواد په شمال زون او سوېلي ولایتونو کې تر بزګرانو رسول کېږي. په دې کارخونه کې ۱۰۰ تنه په مستقیمه توګه له موږ سره کار کوي.»

په دې پرانیستغونډه کې چارواکو د کرنې سکټور د پیاوړتیا لپاره د دې ډول کارخونو جوړول مهم وبلل او پانګوالو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

چارواکو زیاته کړه چې افغانستان په کلني ډول د شاوخوا٣٥ میلیارده افغانیو په ارزښت کیمیاوي سره له بهرنیو هېوادونو واردوي. دوی له پانګوالو وغوښتل چې ياده برخه کې د ځان بسیا کېدو لپاره پانګونه وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وايي: « موږ باید په مزار او هرات کې داسې کارخونې ولرو چې له بهر څخه را واردېدونکې سره په هېواد کې تولید شي. هر کله زموږ تر ۴۰ میلیارده افغانیو بهر ته روانې دي.»

د کرنې وزارت د نباتاتو او قرنټين رییس مولوي محمد ادریس حنیف وايي: « د افغانستان د کروندګرو ډېره تکیه پر داخلي سرې ده. پخوا یوازې ۴ شرکتونو د سرې پر تولید کار کاوه، خو اوس دا شرکتونه تر ۶۰ اوښتې دي.»

بله خوا، د بلخ ځايي مسوولین وايي، په دې ولایت کې د پانګونې لپاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې او ورځ تر بلې د پانګونو کچه په لوړېدو ده.

دوی وايي، دا ډول کارخونې نه یوازې هېواد کې د کورنیو تولیداتو کچه لوړوي بلکې د کارموندنې فرصتونه هم زیاتوي.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس وايي: « د انسان هر ډول اړتیا له کرنې او زراعت څخه برابرېږي او کرنه بیا سرې ته اړتیا لري. باید هڅه وکړو چې په دې برخه کې پرځان بسیا شو.»

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې رییس محمد ابراهیم غضنفر وايي: « دا ډول هدفي پانګونې نه یوازې د اقتصادي ودې سبب کېږي بلکې د خلکو ترمنځ د باور او هیلو غوړېدو لامل کېږي. د هېواد اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د خصوصي سکټور رول مهم او ارزښتناک دی.»

افغانستان چې شاوخوا اتيا سلنه اوسېدونکي یې په کرنه بوخت دي، لاهم د کرنې اړوند ډېرې اړتیاوې له وارداتو پوره کوي، خو مسوولین ډاډ ورکوي چې د دغو ستونزو لپاره يې هڅې چټکې کړې دي.
بلخ کې د کیمیاوې سرې دا نوې کارخونه داسې مهال پرانستل کېږي چې د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته په دې برخه کې څه باندې٥٠ نوې کارخونې جوړې او په تولید یې پیل کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist