Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/07

د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار اړوند د دیارلسمې پارچې سیمه کې د اوبو رسولو یوه ستره شبکه جوړه او ګټه اخستنې ته وړاندې شوه.

چارواکي وايي، د اوبو رسولو د دې شبکې ټول لګښت ۸۸ ميليون افغانۍ دی چې د اوس لپاره ترې دوه زره کورنۍګټه اخلي او په راتلونکي کې به پنځه زره کورنيو ته د اوبو رسولو ظرفيت ولري.

د اوبو رسولو دولتي شرکت اجرایيه رییس غلام رحمان کاظم وايي: « دا پروژه د اسلامي امارت له ۸۸ میلیونه داخلي بودیجې څخه تمویل شوې او خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي. په پلان کې لرو چې د دې ښار پاتې کورنیو ته هم د اوبو خدمات ورسوو.»

د اوبو رسولو دولتي شرکت چارواکي دغه راز وايي، د چاریکار ښار په يوه بله سیمه کې هم د اوبو رسولو د ورته شبکې جوړولو پلان لري.

د دوی په خبره، دا شبکه چې لا یې تدارکاتي چارې روانې دي، تر ۱۰۰۰ مترو به اوږدوالی ولري او سلګونه کورنیو ته به د اوبو رسونې خدمات وړاندې کړي.

د اوبو رسولو دولتي شرکت تخنیکي ریيس ندي الله نیازی وايي: « په راتلونکي کې موږ د چاریکارو ښار د ۱۲ پارچې لپاره د اوبو رسولو پلان لرو. په دې پروژه کې به هم د ۱۰۰۰ کورنیو لپاره پاکې اوبه برابرې شي. د دې پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې او تدارکاتي چارې یې جریان لري.»

د سیمې اوسېدونکو هم د اوبو رسولو بشپړې شوې پروژې په تطبیق کې ونډه درلوده او د پايپ غځولو لپاره یې له ۶۶ زره متر مکعب زیاته ساحه کیندلې ده. دغه راز یې له ۴۷ زره متر مکعب څخه زیاتې کیندل شوې ساحې بېرته ډکې کړې او د ۲۹۰۰ اوبو اتصال یا کنکشنونو نصب یې پر غاړه درلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist