Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/07

په وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان او د دې هېواد د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو کې سیاسي او امنیتي ثبات تر بل هر وخت کړکېچن او ستونزمن لور ته روان دی.

د دې ننګونو او ستونزو په لړ کې، امریکا پرېکړه کړې چې په خیبر پښتونخوا کې خپله کونسلګري د امنیتي دلایلو له امله وتړي. بهرنیو چارو وزارت يې د دې پرېکړې موخه د ډېپلوماټانو خونديتوب او د سرچینو اغېزناک مدیریت بللی.

د دې وزارت اعلاميې له مخې، د ډېپلوماټانو امنیتي خونديتوب او سرچینو د مدیریت لپاره به خپل ډېپلوماټیک مسوولیت په پړاویزه بڼه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې خپل سفارت ته انتقال کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: « موږ به خپل مهم ډېپلوماټیک کار د خیبرپښتونخوا له خلکو او چارواکو سره په همکارۍ مخته وړو. هلته به خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې او د امنیت په لا ښه کېدو کې به مرسته وکړو. موږ هڅه کوو چې له خیبرپښتونخوا سره نږدې او همکار پاتې شو.»

موده مخکې هم داسې راپورونه ورکړل شول چې امریکا به د ناامنۍ زیاتېدو له امله په پېښور کې خپله کونسلګري په بشپړه توګه وتړي. بله خوا، د چارو څارونکي بیا باوري دي چې په خیبرپښتونخوا کې د امنیتي پېښو زیاتوالي په صورت کې ښایي نور هېوادونه هم ورته اقدام کولو ته اړ شي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « دا چې کله کله کورني کړکېچونه او ځینې مسایل رامنځته کېږي، دا دوی په عمدي ډول کوي. د مثال په توګه، یوځل بلوڅان راپورته شول، بلوا یې جوړه کړې، دوی په دې وخت کې د ایران لپاره ځینې وسایل ځای پرځای کړل، خو اوس هرڅه آرام دي او وضعیت کنټرول دی. کله نا کله همدا پښتانه راپورته شي. په خواشینۍ سره دا ډول لوبې هم اکثریت د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې کېږي مګر سند او پنجاب ترې ځان ګوښه کړی.»

د سياسي چارو شنونکی ادريس محمدي ځاځی وايي: « په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه بلوچستان او پښتوخوا کې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي، قومونه سره وېشل کېږي او د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیاتېږي؛ دا هغه څه دي چې عاصم منیر او نور یې باید ومني.»      

د چارو څارونکي وايي، که څه هم د امریکا دا پرېکړه د سرچینو د اغېزناک مدیریت په موخه شوې، خو په خبره يې اصلي لامل یې په خیبرپښتونخوا کې مخ پر زیاتېدونکی خراب امنیتي وضعیت دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا او پاکستان کې ناامني په بې‌ساري توګه زیاته شوې او پر پاکستاني پوځیانو خونړي بریدونه ډېر شوي دي.

د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « پاکستان ځان په نړۍ کې د تروریزم له ادرسه زیانمن ښيي، خو اساسي ټکی دا دی چې دوی د ترهګرو زیږوونکي او روزنکي دي او دا یې سټراټيژي ده چې په وسیله یې سیمه نا امنه ساتي.»

د یادولو وړ ده چې د سې‌شنبې په ورځ هم په پېښور کې د مولانا محمد ادریس په نوم ديني عالم د وسله‌والو له خوا په ډزو ترور شو او وروسته یې مسوولیت د داعش ډلې ومانه.

بله خوا، په پاکستان کې د یو شمېر ګوندونو غړیو پرحکومت نیوکې کړې او د دې ناامنۍ لامل یې د دوی اوسنۍ پالیسي ګڼلې چې د ترهګرۍ پر تمويل او تجهيز ولاړې یې بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist