Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات ته له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي

هرات ته له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/08

له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال د لارو د ستړیا، حساسیت او د هوا ګرموالي له امله پر ناروغیو اخته شوي چې دې ولایت کې یې د خلکو اندیښنې زیاتې کړي.

روغتیا پالان وایي، لاره کې د ایراني ځواکونو لخوا کډوالو سره ناوړه چلن او  د لارې اوږدوالی د کډوالو ستړیا او حساسیت اصلي عوامل دي.

ډاکټر جاوید احمد وايي: « دلته چې دوی راغلي چون اوږده لاره یې مزل کړی، ستړي او بې خوبه دي دلته چې راځي د ستوني پر درد، وجود درد او ډېری یې حساسیتي ناروغیو سره مخ کیږي.»

بل خوا د هرات ځایي چارواکي وایي، اسلام کلا  پنډغالي کې یې یوې اوونۍ کې څه باندي ۱۷۷ زره کډوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

دوی وايي لا هم یادې برخه کې درملو ته اړتیا لري چې په خبره يې ملي سوداګر او پانګه وال دې هم ورسره همکاري وکړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سیعدي وايي: « اسلامي امارت د کډوالو لپاره بېلابېلو برخو کې رسېدنه کړې، د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا برخه کې یې هم د صحت کمېټه ټاکلې، ۷۶ صحي پرسونل یې هلته ځای پر ځای کړی چې یوې اوونۍ کې یې څه باندي ۱۷۷ زرو کډوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړې دي.»

لویدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې همغږۍ او اړیکو امر محمد آصف صدیقي وايي: « روغتیا برخه کې موږ درملو ته سخته اړیتا لرو، سیروم او انتیبیوتیک ته. سوداګر چې درملو برخو کې فعالیت کوي، له هغوی هیله کوو چې راشي د کډوالو زیاتوالی له نږدې وګوري او کوم درمل چې لري هغه د خدای د رضا او کډوالو په اختیار کې ورکړي.»

بل خوا له ایرانه راستانه شوي کډوال د اسلام  کلا پنډغالي کې د ایران پر پرتله روغتیایي او نور خدمات غوره بولي او د ایراني ځواکونو لخوا ورسره شویو ظلمونو شکایت کوي.

له ایرانه راستون شوی نجیب الله وايي: « اردوګا ته چې یې ورځو په لغطو مو وهي، توهین راته کوي وچه ډوډۍ لا نه راکوي، ښځو او ماشومانو ته توهین کوي. اما دلته ښه دی خواړه، دارو او پیسې راکوي معاینه کوي مو، دلته ټول شیان راته برابر دي.»

له ایرانه یوبل راستون شوی محمد عظیم بیا په دې اړه داسې وايي: «  دلته شکر هرڅه برابر دي د ورځې ۳۰ زره کسان دلته راځي، شکر ډوډې، اوبه کمپلې، لوښي، هر څه شته دي.د طبابت له نظره هرڅه یې برابر دي موږ راضي یو خدای دې ترې راضي وي.«

دا په داسي حال کې ده چې د مسوولینو مالوماتو له مخې، تیرو دوو اونیو کې څه باندې ۳۵۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا پولي له لارې هېواد ته راستانه شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist