د هرات ولایت حوزوي روغتون مسوولین وايي، یوازې تېره میاشت ۱۴۰ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې، چې ۲۸ يې نارینه او ۱۱۲ نورې ښځې دي.
د یاد روغتون سرطبیب ډاکټر عارف جلالي وايي:« موږ د تلې یا میزان په میاشت کې ۱۴۰ د ځان وژنې هڅې پېښې ثبت کړي دي. دا کسان ډېری یې ځوانان دي، چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۲۵ کالو دي.»
جلالي وايي، دغو کسانو له بېلابېلو زهري موادو استفاده کړې، ترڅو ځان ووژني، خو پر وخت روغتون ته رسول شوي دي.
ټولنیزې او اقتصادي ستونزې او رواني ناروغي د ځان وژنې هڅو عمده لاملونه بلل کېږي.
د هرات حوزوي روغتون رواني څانګه کې اوس هم ګڼ شمېر هغه کسان بستر دي، چې پرر رواني ناروغیو اخته دي او یو شمېر يې د ځان وژنو په فکر کې دي.
پر رواني ناروغۍ اخته د یوه ناروغ پيواز وايي:« زما ورور شااوخوا درې کاله کېږي، چې پر رواني ناروغۍ اخته شوی دی. کله یو یا دوه میاشتې ښه نورمال حالت کې وي.»
روغتیاپالان وايي، هغو کسانو چې د ځان وژلو هڅه یې کړې، ډېری يې ځوانان دي، چې له پنځلس تر پنځه ویشتو کلونو عمرونه لري.
روغتیا پالان وايې، هره ورځ ورته له پنځوو تر لسو پورې هغه رواني ناروغان مراجعه کوي، چې د ځان وژلو فکر کوي.
دوی وايي، له کورنیو غواړي، چې رواني ناروغانو سره نرم چلن وکړي او هڅه دې وکړي، چې د ژوند په چارو کې ورسره مرسته وکړي.