Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیاپالان:هرات کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/16

د هرات ولایت حوزوي روغتون مسوولین وايي، یوازې  تېره میاشت ۱۴۰ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې، چې ۲۸ يې نارینه او ۱۱۲ نورې ښځې دي.

 د یاد روغتون سرطبیب  ډاکټر عارف جلالي وايي:« موږ د  تلې یا میزان په میاشت کې ۱۴۰ د ځان وژنې هڅې پېښې ثبت کړي دي. دا کسان ډېری یې ځوانان دي، چې عمرونه یې  له ۱۵ تر ۲۵ کالو دي.»  

جلالي وايي، دغو کسانو له بېلابېلو زهري موادو استفاده کړې، ترڅو ځان ووژني، خو پر وخت روغتون ته رسول شوي دي.

ټولنیزې او اقتصادي ستونزې او رواني ناروغي د ځان  وژنې هڅو عمده لاملونه بلل کېږي.

د هرات حوزوي روغتون  رواني څانګه کې اوس هم ګڼ شمېر هغه کسان بستر دي، چې پرر رواني ناروغیو اخته دي او یو شمېر يې د ځان وژنو په فکر کې دي.

پر رواني ناروغۍ اخته د یوه ناروغ پيواز وايي:« زما ورور شااوخوا درې کاله کېږي، چې پر رواني ناروغۍ اخته شوی دی. کله یو یا دوه میاشتې ښه نورمال حالت کې وي.» 

روغتیاپالان وايي، هغو کسانو چې د ځان وژلو هڅه یې کړې، ډېری يې ځوانان دي، چې له پنځلس تر پنځه ویشتو کلونو عمرونه لري.

 روغتیا پالان وايې، هره ورځ ورته له پنځوو تر لسو پورې هغه رواني ناروغان مراجعه کوي، چې د ځان وژلو فکر کوي.

 دوی وايي، له کورنیو غواړي، چې رواني ناروغانو سره نرم چلن وکړي او هڅه دې وکړي، چې د ژوند په چارو کې ورسره مرسته وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist