Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/31

په دولتې ادارو کې د کارکونکو د امتيازاتو کمولو په تړاو له راپورته شويو څرګندونو او اندېښنو سره سم، د عامې روغتيا وزارت چارواکو شمشاد ته منلې چې د دې وزارت اړوند د ټولو کارکونکو په امتیازونو کې ۱۲ سلنه کموالی راغلی.

د عامي روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ملا برخت الرحمن شرافت له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې د امتيازاتو د کموالي لامل نه دی په ډاګه کړی، خو ويلي دي چې روان کال عامې روغتيا وزارت لپاره ځانګړې شوې ۷ ميليارده افغانۍ بوديجه د خدماتو رسولو لپاره کافي نه ده.

شرافت په دې اړه وايي: « سږ کال د حکومت پر کچه په ټولو ادارو کې د معاشونو یوه فیصدي کموالی راغلی، خو بیا هم کومه بودیجه چې منظوره شوې، په هغه کې متخصصینو ته ترجېح ورکړل شوې. د معاشونو د کمښت په اړه باید ووایم چې له ۱۰ تر۱۲ سلنو معاشونه کم شوي.»

شرافت د روغتیا نړيوال سازمان هغه وروستی راپور رد کړ چې وايي، د امریکا د مرستو د بندېدو له امله په ۳۰ ولایتونو کې لږ تر لږه ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه بند یا لنډ مهاله تړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، اوس مهال په هېواد کې هېڅ روغتیایي مرکز تړل شوی نه دی او د ۴۲۰ روغتیایي مرکزونو مالي ملاتړ د  نورو نړیوالو سازمانونو له خوا کېږي.

 شرافت زیاتوي:« د دوی له لوري حمایت او ملاتړ بند شوی، خو موږ بل ارګان او د یونیسف، آی.سي.آر.سي او روغتیا نړیوال سازمان په ګډون نورو نړیوالو موسسو ته سپارلي. همدارنګه، هغه روغتونونه او مرکزونه چې دغو ادارو ته نه دي سپارل شوي، د افغانستان اسلامي امارت یې خپله ملاتړ کړی.»

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال په دې وزارت کې د ډاکټرانو او ورغتيايي کارکونکو د تنقیص اوازې ردوي او زياتوي چې د دې سيسټم د پیاوړتيا لپاره ۵ زره نوي کسان هم پر دندو ګومارل شوي دي.

ملا بخت الرحمن شرافت زياتوي، د نجونو پرمخ د طبي انسټیټیونو تړل کېدو پر روغتیايي سکټور منفي اغېز نه دی کړی او په خبره یې، اوس مهال په دولتي او خصوصي روغتیایي سکټور کې له ۶۰ زره ډېرې ښځينه ډاکټرانې پر دندو بوختي دي.

د عامي روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال وايي: « تر اوسه پورې د نجونو د طبي زده کړو بندېدلو د عامې ورغتیا وزارت پر خدماتو منفي اغېز نه دی کړی. همدا پرون زما په دفتر کې د سهار له اتو بجو تر ۱۲ بجو ما د نجونو هغه ډېپلومې یا سرټفیکېټونه لاسلیکول هغوی طبي زده کړې کړې وې او د عامې ورغتیا وزارت باید سرټفیکېټونه ورکړي وای، نو ویلی شم چې موږ کافي بک اپ لرو. له سیسټم د باندې ښځينه کارکوونکو شمېرو چې دوه یا درې کاله مخکې فارغې شوې دي، شاوخوا ۴۰ زره دی او تر ۶۰ زرو پورې له موږ سره په سیسټم کې موجودې دي او عملا ً په شخصي او دولتي سکټور کې کار کوي.»

بخت الرحمن شرافت پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې روغتیایي سکټور دې له سیاست سره نه تړي او له افغانانو سره دې خپلو روغتیایي مرستو ته ادامه ورکړي.

د شرافت په وينا، په نږدې څلورو کلونو کې په ټول هېواد کې ۳۵۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي او د هېواد ټولو سیمو ته یو شان روغتیایي خدمات رسول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist