Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل میر بچه کوټ ولسوالۍ روغتون روغتیاپالان: له تېرو پنځو میاشتو راهېسې مو تنخوا نه ده اخېستې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/01

د کابل په شمال میربچه کوټ ولسوالۍ کې د یوه دولتي روغتون روغتیاپالان وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهېسې یې تنخوا نه ده ورکړل شوې او په خبره یې تر دې دمه په وړیا خدمت کوي.

د میربچه کوټ روغتون روغتیاپاله نجلا قیومي وايي: «موږ اوس ستونزې لرو. زموږ ستره ستونزه د کارکوونکو تنخوا ده. له پنځو میاشتو زیات وخت وشو، چې تنخوا نه لرو او تر اوسه مو  نه ده ترلاسه کړې.»

روغتیاپالان وايي، اړ دي چې دلته پرته له تنخوا کار وکړي، ځکه په دې شرایطو کې چې هر لوري ته ولاړ شې امتیازات نه لري.

د میربچه کوټ روغتون یو روغتیاپال ګل نظر وايي: «موږ څه کولای شو، که موږ دلته را نه شو، بله داسې کومه دنده نه شته چې سړی کار وکړي او په بدل کې یې پیسې واخلي. اوس ښه ده چې همدلته پاتې شو.»

اسلامي امارات د محمد جاوید احمدي په نوم یو ۲۲ کلن ځوان د سرتیرو د مشر په توګه ټاکلی دی.

دا سرتیری وایي، د خپلو چارواکو له لوري پر دې څوکۍ ټاکل شوی او وايي تر هغې باتجربه خلک شته، خو تجربه لروونکي کسان په فساد کې ښکېل دي.

د میربچه کوټ روغتون مسوول محمد جاوید احمدي وايي: «نو تجربه کار شخص چې زموږ پر ځای راشي. دا به بیخي ښه شي، خو متأسفانه دلته چې هر پوه کس راغلی دی، هغه بیا یا فاسد او یا ظالم وخیژي.»

میربچه کوټ د کابل ولایت ليرې پرته ولسوالۍ ده، خو په مرکزي روغتونونو کې هم داسې روغتونونه شته چې د امکاناتو له پلوه ستونزې لري او ډاکټرانو یې تنخوا نه ده اخېستې.

اخوا د اسلامي امارات چارواکي وايي، د نړیوالو له لوري چې د درملو کومې مرستې شوي، د یو شمېر ليرې پرتو سیمو روغتونونو ته یې استولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist