Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د سرطاني ناروغیو پېښې ډېرې شوې

هرات کې د سرطاني ناروغیو پېښې ډېرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/10

د چاپېریال ککړتیا، ناسمه تغذیه، د بدني فعالیت نه شتوالی او د ګاز لرونکو مشروباتو زیات استعمال هغه عوامل دي چې د روغتیا پالانو په خبره هرات کې د سرطان ناروغۍ زیاتوالي لامل شوي.

د دې ولایت حوزوي روغتون چارواکي وایي، په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال  کې څه باندې ۸۰۰ تازه پېښې ورسره ثبت شوې دي چې د تېر په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د هرات حوزوي روغتون کې د آنکولوژي څانګې مسوول ډاکټر فاروق احمد صدیقي وايي: « هغه کسان چې د ډوډۍ تېرولو پرمهال په مرۍ کې د درد او بندښت احساس کوي، دا د مرۍ، معدې او په ټوله کې د هضمي جهاز د سرطان پیل دی. هغه کسان چې د ډوډۍ له خوړولو وروسته د معدې له شدید درد سره مخ کېږي او په عادي درملو نه ښه کېږي او یا هم دا چې په خپل وجود کې کومه کتله احساسوي، دا هم د خطر نښې دي. کله چې د ښځو په میاشتني عادت کې تغییرات راځي یا په خېټه کې لویه کتله حس کوي، دا هم د سرطاني ناروغۍ نښه ده.»

له بلې خوا، ناروغان او د هغوی کورنۍ وایي، په کوردننه د امکاناتو نه شتوالي له امله اړ دي چې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره بهر ته لاړ شي خو لګښتونه یې زیات دي او دوی یې د پرې کولو وس نه لري.

په سرطاني ناروغۍ اخته کس وايي:« ما خپله ناروغي له معایناتو وړاندې په خپله تشخیص کړه. د شپې ډوډۍ مې خوړله چې په مرۍ کې مې بنده شوه، سبا سهار بیا بنده شوه، نو بیا مې د کورنۍ غړیو ته وویل چې دا ناروغي سرطاني ده.»

یوبل ناروغ کس وايي: « په بهر کې لګښت ډېر زیات راځي، زما لومړی ځل ۳۷۰ زره پاکستانۍ کلدارې مصرف شوې خو د افغانیو حساب نه دی نیولی. دا ځل مې هم له ۲۰۰ زرو ډېرې کلدارې او تر ۲۰ زرو افغانیو مصرف شوې. که دا درملنه د هېواد په داخل کې وشي، لګښت به هم کم شي.»

د هرات ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « خلک غریب دي، لارې لرې دي او دوی باید لا ښه رسېدنه وکړي، امکانات کم دي او ناروغانو ته هغسې رسېدنه نه کېږي چې اړتیا ده.»

د هرات حوزوي روغتون د ډاکټرانو له مالوماتو سره سم، د ویني، معدې، مرۍ او ښځو ترمنځ د سینې سرطان عام ډولونه دي چې د درملنې لپاره یې ۱۰۰ بستریز فوق تخصصي روغتون ته اړتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist