Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی

کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

د کندهار میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه کې دا مهال په شدیدې خوارځواکۍ لسګونه اخته ماشومان بستر دي.

د کندهار اوسېدونکې نجیبه وايي:« د دې ماشوم مور شیدې نه لرلې، یوازې دوه درې میاشتې یې ورکړې. بیا مو د قطیو پوډري شیدې ورکولې خو له هغې وروسته مو پخې اوبه او چای ورکاوه. مور یې ناروغه ده او دی به یخ ته ناست او ژړل به یې. همدارنګه مور یې بل کوچنی هم په نس شو او په دې سره د دې ماشوم ژوند برباد شو.»

د هلمند اوسېدونکي تورپېکۍ وايي: « د دوو کالو دی او ناببره له خولې اېله شو. تر نن مو ورسره وهلې نه یې ناروغي ښکاري، نه یې درمل ښکاري او نه جوړېږي.»

کندهار د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې هرکال په کې زیات شمېر ماشومان او ښځې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

په کندهار کې د میرویس حوزوې روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر هدایت الله حکیمي وايي، دوی ته د تلې (میزان) میاشت کې ۱ زر۲۸۴ تنه پر خوارځواکۍ اخته ماشومان را وړل شوي چې له ډلې يې ۱۲۵ په شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر شوي او پنځو تنو یې ژوند بایللی.

د حکیمي په خبره، په میرویس روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ځکه زیات شوی چې دوی ته د کندهار تر څنګ د ۱۳ نورو ولایتونو ناروغان هم مراجعه کوي.

هغه په دې اړه وايي:« په کندهار کې ځکه ډېر دي چې دلته له ګاونډیو ولایتونو یانې ۱۳ ولایتونو ناروغان راځي، مهاجران هم شته او بل د کندهار نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي او خلک له اطرف مرکز ته راځي. له دې امله چې دلته ګڼه ګوڼه ډېره ده، پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر هم ورسره ډېر دی.»

له بلې خوا، د میرویس روغتون د ثبت او راجسټر څانګې مسوولین وايي، دغه روغتون ته په تېرو شپږو میاشتو کې ۵ زره ۵۰۹ تنه پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ور وړل شوي چې له ډلې يې ۱ زر۲۸۵ تنه پر شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر شوي هم دي.

د میرویس حوزوي روغتون د ثبت څانګې مسوول محمد اشرف کیهان وايي: « میرویس حوزوي روغتون سره په تېرو شپږو میاشتو کې ۵ زره ۵۰۹ تنه ثبت شوي چې له ډلې یې ۱ زره ۲۸۵ تنه د ماشومانو په څانګه کې بستر شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فډراسیون د تېرې اکټوبر میاشتې په ۲۱مه پر خپله اېکس‌ پاڼه د یوه ګډ راپور په خپرولو سره وویل، په افغانستان کې د ماشومانو، مېندواره او شېدې ورکوونکو ښځو د خوارځواکۍ کچه په شدت لوړه شوې چې تر ټولو زیاتې پېښې يې په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist