Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د زړه پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی

بلخ کې د زړه پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/26

د بلخ ولایت د حوزوي روغتون مسوولین وايي، د روان کال له پیله تر دې مهاله د زړه پر ناروغۍ سلګونه کسانو ورته د درملنې په موخه مراجعه کړې، چې د تېر پرتله يې شمېر زيات شوی.

 دوی د یادې ناروغۍ زیاتوالي له امله د اندېښنې ترڅنګ له خلکو غواړي، چې د زړه ناروغۍ مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې په پام کې ونيسي.

د بلخ حوزوي روغتون داخله څانګې مسوول ډاکټر عبدالوحید یوسفي وايي: « په ۱۴۰۲ لمریز کال له موږ سره ۲ زره ۵۵۸ د زړه ناروغان بستر وو خو د روان کال له پیل راهیسې ۴۷۳ ناروغان راجسټر شوي او یو شمېر یې لاهم په بستر کې دي.»

ډاکټران په ورځني ډول سپورټ کول، د وزن کمول او د وینې پاکوالی د زړه ناروغیو په مخنیوي کې ډېر مهم بولي او له ښاریانو د دغو ټکو د عملي کولو غوښتنه کوي.

ډاکټر یوسفي زیاتوي: « هغه عوامل چې د زړه د ناروغیو سبب کېږي عبارت له چاغي، د سیګرېټو څکول، د وینې غوړ یا چربي لرل، د شکرې ناروغي لرل، د فعالیت نه لرل او دغه راز د کورنۍ په غړیو کې د دې ناروغۍ شتون هم د وینې د لوړ فشار او زړه ناروغیو سبب کېږي.»

په ورته مهال، روغتون کې یو شمېر بستر ناروغان د داکټرانو له کړنو او چلن خوښ دي، خو د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې خلکو ته د طبي لارښوونو او عامه پوهاي غوښتنه کوي.

د زړه پر ناروغۍ اخته خال مراد وايي: «ډاکټران ډېره ښه رسېدنه کوي او شپه ورځ زموږ په خدمت کې دي. په هره خونه کې نوکریوال لري او په ټاکلي وخت درمل راکوي.»

د زړه پر ناروغۍ اخته بل ناروغ عبدالحکیم وايي: «زه له ډاکټرانو خوښ یم، اوس مې ناروغي ښه شوې او ساه ایستلی شم. کومه ورځ چې دلته راغلم، په ډېر تکلیف مې ساه ایستله.»

د زړه ناروغي هغه وژونکې ناروغي ده، که پر وخت یې درملنه ونه شي او یاهم طبي لارښوونې په پام کې ونه نیول شي، د انسان د مړینې لامل کېدای شي.

په همدې اساس، هر کال د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي په پلمه د زړه ناروغیو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist