Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د زړه پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی

بلخ کې د زړه پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/26

د بلخ ولایت د حوزوي روغتون مسوولین وايي، د روان کال له پیله تر دې مهاله د زړه پر ناروغۍ سلګونه کسانو ورته د درملنې په موخه مراجعه کړې، چې د تېر پرتله يې شمېر زيات شوی.

 دوی د یادې ناروغۍ زیاتوالي له امله د اندېښنې ترڅنګ له خلکو غواړي، چې د زړه ناروغۍ مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې په پام کې ونيسي.

د بلخ حوزوي روغتون داخله څانګې مسوول ډاکټر عبدالوحید یوسفي وايي: « په ۱۴۰۲ لمریز کال له موږ سره ۲ زره ۵۵۸ د زړه ناروغان بستر وو خو د روان کال له پیل راهیسې ۴۷۳ ناروغان راجسټر شوي او یو شمېر یې لاهم په بستر کې دي.»

ډاکټران په ورځني ډول سپورټ کول، د وزن کمول او د وینې پاکوالی د زړه ناروغیو په مخنیوي کې ډېر مهم بولي او له ښاریانو د دغو ټکو د عملي کولو غوښتنه کوي.

ډاکټر یوسفي زیاتوي: « هغه عوامل چې د زړه د ناروغیو سبب کېږي عبارت له چاغي، د سیګرېټو څکول، د وینې غوړ یا چربي لرل، د شکرې ناروغي لرل، د فعالیت نه لرل او دغه راز د کورنۍ په غړیو کې د دې ناروغۍ شتون هم د وینې د لوړ فشار او زړه ناروغیو سبب کېږي.»

په ورته مهال، روغتون کې یو شمېر بستر ناروغان د داکټرانو له کړنو او چلن خوښ دي، خو د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې خلکو ته د طبي لارښوونو او عامه پوهاي غوښتنه کوي.

د زړه پر ناروغۍ اخته خال مراد وايي: «ډاکټران ډېره ښه رسېدنه کوي او شپه ورځ زموږ په خدمت کې دي. په هره خونه کې نوکریوال لري او په ټاکلي وخت درمل راکوي.»

د زړه پر ناروغۍ اخته بل ناروغ عبدالحکیم وايي: «زه له ډاکټرانو خوښ یم، اوس مې ناروغي ښه شوې او ساه ایستلی شم. کومه ورځ چې دلته راغلم، په ډېر تکلیف مې ساه ایستله.»

د زړه ناروغي هغه وژونکې ناروغي ده، که پر وخت یې درملنه ونه شي او یاهم طبي لارښوونې په پام کې ونه نیول شي، د انسان د مړینې لامل کېدای شي.

په همدې اساس، هر کال د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي په پلمه د زړه ناروغیو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist