Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/15

د پاکستان جمعیت‌ علما اسلام ګوند مشر په لاهور کې یوې خبري ناستې ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم اوس‌مهال له پېچلو کورنیو، سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی.

مولانا فضل‌الرحمن له افغانستان او هند سره د پاکستان ترینګلتیاوې، له ایران سره يې ناسمې اړیکې او ورسره د چین په اړیکو کې ژور بدلون د دې ننګونو اساسي لاملونه بللي.

نوموړي پر دې ننګونو سربېره له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د پاکستان اړيکې ناانډوله بللې او د دغه هېواد پر سياسي تګلارو يې د بيا غور غوښتنه کړې.

مولانا فضل الرحمن ویلي: «اوس پاکستان له پېچلو ننګونو سره مخ دی. په ختيځ کې اوس مهال له هند سره د جګړې وضعیت حاکم دی، په لویدیځ کې له افغانستان سره په ټوله فرضي کرښه جګړه روانه ده، چین هم د خپلو اندېښنو پر بنسټ نور له پاکستان سره ښې اړیکې نه پالي او ایران هم په خپلو ستونزو کې ګیر دی. دغه ډول وضعیت ته په کتو باید یوه پالیسي جوړه شي.»

له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان پوځي رژیم تقابل ترڅنګ دغه هېواد له کورنیو ناامنیو، سیاسي اختلافاتو او لړزاند اقتصادي وضعیت سره هم مخ بلل شوی .

شنونکي په دغه هېواد کې د روانو کړکیچونو او اقتصادي ناورین زېږنده د واکمن پوځي رژیم هغه پالیسۍ بولي، چې پکې د دغه هېواد ملي ګټې او له نورو هېوادونو سره د چلند قوانین د شخصي ګټو لپاره تعریف شوي.

د سیاسي چارو شنونکی، ادريس محمدي ځاځی وایي: «د پاکستان پوځي رژیم په چارواکو کې داسې یوه مشخصه حلقه ده، چې د هغوی غلطو پالیسیو او تګلارو اوس د پاکستان عام ولس په اور کېنولی. له دې ستونزو یې عمده د اقتصاد موضوع ده. اوس مهال د دغه هېواد عام خلک له دې اړخه تکلیف او عذاب ویني. دویمه د سیاسي بې‌ثباتۍ موضوع ده. د پاکستان یو شمېر چارواکي د خلکو پر سر تجارت کوي او عام‌خلک یې د غږ اوچتولو توان‌ نه‌لري.»

ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو سره د خلیج هېوادونو لخوا په پاکستان کې د سود لنډ مهالي پورونه، چې د دغه هېواد پوځي او ملکي سکټورونو ته یې مالي تکیه ورکړې، خپلې پانګې بېرته انتقال کړې.

راپورونه کاږي، پاکستان د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه په مشروطه توګه د مېلیاردونو ډالرو نورو پورونو ترلاسه کولو ترڅنګ، تازه د اسیا پراختیايي بانک څخه هم د ٥٠٠ میلیون ډالرو د پور اخيستو غوښتنه کړې.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصير رشتيا وایي: «پاکستان کې سیاسي او امنیتي بې‌ثباتۍ د پانګونې مخه نیولې. بدبختانه، چې له ډېر وخت راهیسې نه‌یوازې پاکستان کې نوې پانګونه نه‌ده شوې؛ بلکې پانګوال هم د تېښتې په حال کې دي. ناامني او اداري فساد د پاکستان د اقتصاد کمزوري کېدو او له ماتېدو اصلي لاملونه دي. د دې څنګ له ګاونډیو سره د دغه هېواد ناوړه اړیکې بل لامل بلل کېږي. افغانستان ورسره خپله سوداګري پرې کړې ده؛ په داسې حال کې، چې د پاکستاني تولیداتو او توکو لپاره پنځم بازار و.»

د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم د تېلو او نورو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي سره سم د عامو خلکو پر لګښتونو محدودیتونه وضع کړي، چې دې چارې نه یوازې د عامو خلکو ژوند زیانمن کړی، ورسره هم‌مهاله یې د سوداګرو او ملکي سکټورونو عواید او سوداګري هم زیانمنه کړې ده.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist