Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/14

د امریکا او ایران ترمنځ خبرو لپاره د پاکستان د هڅو له ناکامېدو یوازې یوه ورځ وروسته،  سویس د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو په برخه کې اسانتیاوو برابرولو ته را وړاندې شوی.

د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت وياند د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، سویس د دې کار لپاره چمتو دی او غواړي له ښکېلو خواوو سره نږدې اړیکې وساتي.

هغه ویلي، د سویس له ټولو هغو ډېپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې له سولې او روغې جوړې سره مرسته کولی شي.

مایکل سټېنر ویلي: « سویس تل چمتو دی چې په دې برخه کې خپل ښه خدمتونه او اسانتیاوې وړاندې کړي. بهرنیو چارو وزارت له ټولو اړونده خواوو سره اړیکې ساتي او پلازمېنه بېرن لا له وړاندې چمتوه ده چې له ټولو هغو ډېپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي چې د سولې په رامنځته کېدا او وده کې مرسته کوي.»

بله خوا، د امریکا ولسمشر پر خپله خواله رسنۍ د هرمز تنګي د کلابندۍ او تړلو خبر ورکړی او وايي، پر هغو بېړیو څار زیاتوي چې نړیوالو اوبو کې دې تنګي ته د تګ راتګ لپاره ایران ته مالیه ورکوي. هغه خبرداری ورکړی چې که ایران پر دوی او د درېیم ګړو هېوادونو پر کښتیو بریدونه وکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

په ورته مهال، ډونالډ ټرمپ دا هم ویلي چې له ایران سره په ډېرو برخو هوکړې ته رسېدلی؛ خو په خبره یې هغه څه چې لا تر اوسه پرې توافق نه دی شوی، د اټومي وسلو ستونزه ده.

د نوموړي په خبره، له ایران سره یې جګړه ګټلې، د مقابل لوري ځمکنيو، سمندري او هوايي ځواکونو ته یې سخت زیانونه اړولي، له همدې کبله اوس مهمه نه ده چې ایران بېرته خبرو ته راګرځي که نه.

ډونالډ ټرمپ دغه راز ویلي: « موږ مذاکرات کوو، خو دا چې پایلو ته به ورسېږو که نه؛ توپير نه کوي. لامل یې دا دی چې موږ جګړه ګټلې ده.»

په ورته مهال، د ترکیې او اسراییلو لومړۍ درجه چارواکو ترمنځ له لفظي ناندریو وروسته، د ترکیې ولسمشر  د اړتیا پرمهال د اسراییلو پر وړاندې د پوځي اقدام ګواښ کړی.

رجب طیب اردوغان په استانبول کې د اسیاـ سیاسي احزابو نړیوال کنفرانس کې اسراییل په فلسطین او لبنان کې د ماشومانو او بې ګناه انسانانو پر قصدي وژنو تورن کړی او دغه څه یې د انساني حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف ډلوژنه او وحشت بللی.

اردوغان زیاته کړې: « لکه څنګه چې قره‌باغ او لېبیا ته ننوتو، همداسې موږ د اسراییلو پر وړاندې هم ورته اقدام کولی شو او داسې څوک نه شته چې موږ د دې کار له ترسره کولو را وګرځوي.»

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اردوغان د څرګندونو په غبرګون کې په سیمه کې د خپلو بریدونو پر دوام ټینګار کړی.

نوموړي پر لبنان د تېرې اوونۍ له مرګوني برید وروسته له لبنان سره د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی و او تازه یې په امریکا کې خپل سفیر یوچیېل لېټر له مقابل لوري سره د خبرو مخته وړلو لپاره د مذاکراتي ډلې مشر ټاکلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي
نړۍ

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی
نړۍ

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي
نړۍ

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ
نړۍ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې پر یو شمېر سړکونو د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

هرات ښار کې د ادرس موندنې لوحو لګولو پروژه ۹۰ سلنه بشپړه شوې

اپریل 14, 2026
هېواد کې ورښتونه او سېلابونه؛ بېلابېلو ولایتونو کې ۳۶ تنه مړه او ۴۰ ژوبل شوې

کندهار کې سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

اپریل 14, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

سوداګرۍ وزیر: هېوادونه کولی شي له افغانستان د ټرانزیټي څلورلارې کار واخلي

اپریل 14, 2026
اسټرالیا په افغانستان کې د جنکي جنایتونو کولو په جرم له خپلو یو شمیر پوځیانو مډالونه واخیستل

یوه بل اسټرالیايي سرتېري هم افغانستان کې د جنګي جرمونو ترسره کېدل منلي

اپریل 14, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist