د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د انتقالاتو کچې زیاتوالی د دې ښکارندويي کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.
د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال په لومړیو درېيو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د توکو د راکړه ورکړې او انتقالاتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې.
د ورځپاڼې په راپور کې راغلي: « د ۲۰۲۶ زېږدیز کال په لومړيو درېیو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د انتقال حجم ۷۷ سلنه لوړ شوی او یو میلیون ټنو ته رسېدلی. دغه زیاتوالی د قزاقستان د صادراتو پرمختګ ښيي. په صادراتو کې په ځانګړي ډول غنم او اوړه دي چې ۲۹۱ ټنو ته رسېدلي او ۳۷ سلنه یې د اوړو په بڼه صادر شوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ښه کېدل مني او وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له قزاقستان سره د افغانستان سوداګري ۵۶۵ میلیون ډالرو وه. له دې ډلې ۵۵ میلیون ډالره د افغانستان صادرات او پاتې ۵۱۰ میلیونه یې واردات وو. د افغانستان په لویو صادراتي توکو کې د مېوې اوبه، غیر الکولي څښاک، کشمش، سبزیجات، شیرین بویه، پیاز، بخار دېګونه او انګور شامل دي. په سترو وارداتي توکو کې د غنمو اوړه، آهن چادر، زغر، غنم، د صنعتي فابریکو خام مواد، کیمیاوي سره، اوبلن ګاز او هګۍ شامل دي.»
په ورته مهال، د چارو شنونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه مهمه بولي او زیاتوي چې دا اړیکې کولی شي په افغانستان کې د بازارونو اړتیاوې پوره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي اصف ستانکزی وايي: « بدیلې لارې کولی شي د افغانستان له اقتصادي غوړېدو سره مرسته وکړي. همدارنګه موږ کولی شو د یوه هېواد د لارې بندېدو له کبله، خپل توکي له نورو لارو صادر کړو.»
افغانستان له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته هڅه کوي چې د بدیلو ټرانزیټي لارو په پیدا کولو سره، په یوې یا دوو لار تکیه ونه کړي او د همدې تګلارې په تعقیب سره یې د سیمې له هېوادونو سره د اوسپنې پټلیو او ټرانزیټي لارو پراختیا ته کار ویلی.