Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/21

د ایران او امریکا ترمنځ خبرو د دویم پړاو له پیل وړاندې، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د بې باورۍ فضا حاکمه ده.

که څه هم واشنګټن تایید کړې چې خپل پلاوی به اسلام اباد ته استوي، خو تهران په پلان شویو خبرو کې تر هغو خپل ګډون رد کړی چې د امریکا له خوا د ایران  د بندرونو کلابندي دوام ولري.

د پاکستان حکومت د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي او د پلازمېنې اسلام اباد د ځینو سیمو له بشپړ تړلو سربیره یې شاوخوا شل زره اضافه سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان په حکومت کې ځینې سرچینې وايي، په دغو خبرو کې د تهران نه ګډون پرېکړې، د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران تر سفارته ورساوه او هلته یې د خبرو له لارې د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی.

نقوي له ایراني سفیر د لیدنې په اړه ویلي: « دوی له امریکا د خبرو د دویم پړاو لپاره د ممکنه تیاریو په اړه خبرې وکړې او په سیمه کې د کړکیچ د دایمي حل لپاره یې د ډېپلوماټیکې حل لارې پر اړتیا ټینګار وکړ.»

د اسلام اباد په خبرو کې د تهران د نه ګډون مسله هغه مهال د یوه شک په بڼه را پورته شوه چې د امریکا سمندري ځواکونو د ایران یوه کارګو بېړۍ له برید وروسته ونیوه.

په داسې حال کې چې تهران د دې بېړۍ د نیولو په غبرګون کې د ځوابي اقدام هوډ څرګند کړ، خو شنونکو بیا دا وېره څرګندوي چې ممکن تهران لږ ترلږه تر هغو پورې خبرو ته حاضر نه شي چې د امریکا له خوا د ایران د بندرونو کلابندي پای ته نه وي رسول شوې.

د خبرو په دویم پړاو کې د ایران نه ګډون اندېښنې هغه مهال په حقیقت بدلې شوې چې ډونالډ ټرمپ دغو خبرو ته په اشارې یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که توافق ونه شي، د ایران برېښناکوټونه او د انرژۍ ټول تاسیسات به له منځه یوسي.

د امریکا سمندري ځواکونو د ایران د بېړۍ نیولو ته په اشارې د منځني ختیځ ځینې شنونکي وایي، په داسې حساسو شرایطو کې چې د اسلام اباد خبرې پیل کېدونکي دي، هېڅ یو اړخ نه باید داسې څه وکړي چې له امله یې کړکېچ لا زیات شي.

له الجزیرې سره د اسټرلیا ملي پوهنتون پروفیسر امین سیقل په دې اړه وايي: « په خلیج کې د ایران د یوې کارګو بېړۍ نیول ممکن اسلام اباد کې له حساسو خبرو  وړاندې حالاتو ته اور ورته کړي. دا ډول اقدامات په ساده ډول کولی شي په کړکېچ کې زیاتوالی راولي. دا کار کولی شي اسلام اباد کې د خبرو مناسبه نتیجه د ټورپیډو تر برید لاندې راولي. دا وخت د دې لپاره وو چې دواړه خواوې له داسې اقداماتو ځان وساتي چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو سبب کېږي؛ په ځانګړې توګه داسې شرایطو کې چې دواړه خواوې د تلپاتې حل په لټه کې دي.»

امین سیقل دغه راز ویلي،  ټرمپ له یوې خوا غواړي روان کړکېچ ته حل لاره پیدا کړي او له بلې خوا ګواښونه کوي. د هغه په خبره، د ټرمپ دا ډول دریځ شرایط لا پسې خرابوي.

په ورته مهال، چین هم د امریکا له خوا د هرمز تنګي د کلابندۍ په اړه غبرګون ښودلی او وايي، دا کار خورا خطرناک او غیر مسوولانه دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي،  د امریکا له دې اقدام سره به یوازې په سیمه کې روانه جګړه نوره هم اوږده شي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګاو جیان زیاته کړې: « دا کلابندي  به یوازې په سیمه کې تقابل لا پسې ناوړه حالت ته داخل کړي. په کړکېچ کې به زیاتوالی راولي او اوسنی اوربند چې لا دمخه ماتېدونکي حالت کې دی، تر پوښتنې لاندې راولي. دا یو خطرناک او غیر مسوولانه کار دی.» 

په ورته مهال، د چین ولسمشر شي جین پینګ په سمیه کې د روان کړکېچ په اړه په یوه تبصره کې ویلي، باید اجازه ورنه کړل شي چې نړۍ د ځنګل قانون ته ستنه شي.

اوس مهال داسې ښکاري چې اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو تر ډېره د ایران له پرېکړې سره تړلی.

شنونکي دا وېره لري چې د خبرو ناکامېدو او یا هم په هغو کې د ایران نه ګډون به د جګړې اور لا تازه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي
نړۍ

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی
نړۍ

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د تېر کال پرتله د ګلابو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

خوست کې یوه کروندګر د ګلانو تر ۱۰۰ زیات نسلونه روزلي

اپریل 21, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

اپریل 21, 2026
د پښتنو قامي جرګې له پرېکړې سره سم خیبر پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه پیل شول

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړیو خوشي کولو لپاره لاریونونه پیل کړل

اپریل 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist