د کونړ ځايي چارواکو د تازه څرګندونو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم ملېشو په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۷ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.
د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم په دې بریدونو کې د کونړ ولایت مرکز کې د سید جمالدین افغان پوهنتون داسې مهال په نښه کړی چې محصلین په کې په زده کړو بوخت وو.
د کونړ ولایت د امنیت آمر مولوي نعمت الله حمیدي وايي، دا بریدونه د BM40 توغندیو په وسیله شوی او قربانیا یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ټول ملکي وګړي دي.
د کونړ ولایت د امنیت آمر مولوي نعمت الله حمیدي وايي: « نن په کونړ ولایت کې په شاوخوا ۲ بجو د پاکستاني نظامیانو له خوا د بم چهل مرمۍ راغلې، په ملکي کورونو ولګېدې او زموږ مظلوم خلک یې شهیدان او زخمیان کړل. په دې پېښه کې تر اوسه د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۴۵ تنه ملکي وګړي زخمیان شوي او ۴ تنه شهیدان شوي دي.»
د کونړ په مرکز اسد اباد کې عیني شاهدان وایي، پر سید جمالدین افغان پوهنتون د پاکستاني پوځي رژیم جیټ الوتکو او ډرونونو برید کړی؛ هغه ادعا چې د چارواکو له خوا نه ده تایید شوې.
له بلې خوا، د کونړ ولایت د عامی روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وايي، په دې بریدونو کې یوازې ملکي وګړي په نښه شوي او په ټپیانو کې هم زیات شمېر ښځې دي.
د هغه په خبره، یو شمېر هغه ټپیان ننګرهار ته استول شوي چې روغتیايي وضعیت یې نازک و.
د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص په دې اړه وايي: « د تېر په څېر یوځل بیا د پاکستان ظالم او وحشي رژیم د کونړ مرکز اسد اباد او شاوخوا سیمو باندې بې درېغه مرمۍ ورولې دي. تر اوسه د اسداباد ولایتي روغتون ته ۴۵ تنه ملکي ټپيان رسېدلي او درې تنه هم شهیدان لرو. د دې ټپیانو له ډلې دوه تنه د ننګرهار حوزوي روغتون ته استول شوي.»
په کونړ کې پر ملکي اهدافو دا بریدونه داسې مهال شوی چې ها خوا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د پاکستان پوځي رژیم له خوا د ملکي وګړو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه شوي دي.
په سیمه کې د شمشاد ټلویزیون خبریال د ځايي چارواکو په حواله وايي، په دې بریدونو کې هم یوازې د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي.
چارواکو ویلي، افغان دفاعي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې دي.
د چارو شنونکي وايي، پاکستان یو ځل بیا په دې ډول بریدونو سره هڅه کوي د اسلام اباد په اند، افغانستان تر فشار لاندې راولي.
د دوی په خبره، د پاکستان دا بریدونه ښيي چې د چین خبرې هم ښايي هومره اغېزناکې نه وې چې تمه یې کېدله.
د سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي: « پر کونړ د پاکستان بریدونه دا ښيي چې پاکستان هڅه کوي د جګړې جبهه توده وساتي او پر افغانستان فشارونو ته ادامه ورکړ ي. همدارنګه، دا ښيي چې د چین خبرې هم په هغه اندازه اغېزناکې نه وې لکه څنګه چې ادعا کېده.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تېر کال په اکټوبر کې په بې ساري ډول خرابې شوې او په پایله کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ وسله ولې نښتې پيل شوې.
که څه هم د ترکیې، قطر، سعودي عربستان په ګډون د سیمې هېوادونو د منځګړیتوب له لارې هڅه وکړه چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دا ستونزې هوارې کړي، خو د اسلام اباد نا معقولو غوښتنو دا هڅې ناکامې کړې.
ورپسیې د روانې میلادي میاشتې په سر کې د چین په ارومچي ښار کې د بېجېنګ په منځګړیتوب د دواړو خواو ترمنځ بیا خبرې وشوې. دا خبرې د چین بهرنیو چارو وزارت، کابل او اسلام اباد له خوا مثبتې و ارزول شوې.
که څه هم د چین بهرنیو چارو وزارت وویل چې دواړو لورو موافقه کړې چې تاوتریخواالی به کموي او شته ستونزې به د خبرو له لارې حلوي، خو دا بریدونه ښيي چې اسلام اباد هېڅ یوه اصل ته ژمن نه دی.