Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/23

روان کال هرات کې د ډېرو ورښتونو له پلوه یو له هغو کلونو بلل کېږي چې د کرنې سکټور لپاره یې نوې هیلې راټوکولې دي.

د بارانونو زیاتوالي نه یوازې د وچکالۍ اندېښنې راکمې کړې دي بلکې د اوبو زېرمو د پیاوړتیا او د کرنیزو حاصلاتو د لوړوالي لپاره یې هم زمینه برابره کړې ده.

د دغو ورښتونو یوه مهمه پایله د پاشدان بند ډکېدل دي. د یاد بند کاسه دا مهال په بشپړه توګه له اوبو ډکه ده او له دې سربېره ترې درې تر څلور متر مکعب اوبه هم روانې دي چې ډېره برخه یې د کروخ، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو کرنیزو ځمکو ته رسېږي.

د پاشدان بند مسوولین وایي، د اوبو دا کچه کولی شي شاوخوا ۱۳ زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي.

د پاشدان بند پروژې مسوول عبدالا قاضي‌زاده وايي: « له نېکه مرغه د بند پروژې په بشپړېدو سره به ۱۳ زره هکټاره ځمکې خړوبې شي چې ډېره برخه یې د کروخ ولسوالۍ ځمکې دي. همدارنګه په دې ځمکو کې د پښتون زرغون او انجیل ولسوالیو ځینې ځمکې هم شاملې دي. دا مهال له ۳ تر ۴ مترمکعبو اوبوه کانالونو ته خوشي شوې دي او ګڼو کلیو ته وېشل کېږي.»

بله خوا، کروندګر د سږ کال له وضعیت خوښ ښکاري او وایي، د ورښتونو زیاتوالي د غنمو او نورو کښتونو وده چټکه کړې او تمه شته چې سږني حاصلات به د تېرو کلونو په پرتله زیات وي.

د دوی په خبره، که د موسم شرایط همداسې دوام وکړي، نو د کورني تولید کچه به د پام وړ لوړه شي.

کروندګر غلام محمد وايي: « که څه هم نور کښتونه هم لرو، خو موږ سږ کال تر ډېره غنم کرلي؛ ځکه زموږ خلک تر ډېره غنمو ته اړتیا لري. د خدای فضل دی سږ کال د ورښتونو له امله زموږ کښتونه ډېر ښه دي.»
کروندګر محمد یوسف وايي: « سږ کال ښه ورښتونه وشول او له امله یې د غنمو حاصلات ډېر دي. تېرو کالو کې موږ له سختې وچکالۍ سره مخ وو او کښتونه مو نه درلودل.»
کروندګر عبدالاحمد وايي: « سږ کال نه یوازې غنم او نور حبوبات ښه دي بلکې تازه مېوې او باغونه هم ښه دي او ښه بار یې نیولی دی.»

د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم اوسنی وضعیت هیله بښونکی بولي.

د هغوی د معلوماتو له مخې، سږ کال د هرات په مرکز کې شاوخوا ۲۵۰ ملي متره او په ولسوالیو کې تر۳۷۰ ملي مترو ورښتونه ثبت شوي چې د اوبو کمښت ستونزه یې تر ډېره حل کړې ده.

د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي وايي: « تاسو ته معلومه ده چې د للمي غنمو کښت په بارانونو پورې اړه لري. که باران ونه شي موږ للمي نه شو کرلی. سږ کال د کرنې وزارت له خوا په ډېر ښه وخت کې یو شمېر بزګرانو ته د للمي او اوبیزو غنمو تخمونه ووېشل شول او د هغوی له خوا وکرل شول. همدارنګه سږ کال ښه ورښتونه هم وشول او زه باور لرم چې ښه حاصلات به ولرو.»

د مسوولینو معلوماتو  له مخې، سږ کال هرات کې ۱۸۰ تر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو باندي غنم او څه باندي ۲۲۰ زره هکټاره ځمکو باندي هم نورې غلې او حبوبات کرل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026
کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پيل شو
افغانستان

عمري: افغانستان به دوه کاله وروسته د کرنیزو محصولاتو صادراتي هېواد وي

اپریل 23, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist