Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/23

مزار شریف ښار کې  پر لویو لارو او عامه ځایونو کې د اسلامي امارت د مشرتابه ۱۷مه ګڼه فرمان د خپرولو لړۍ پیل شوه.

دا فرمان په خوښیو او ودونو کې د ناوړه دودونو؛ د مړي د تکفین، تدفین او فاتحې مراسمو او همدارنګه له حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال، د ناسمو دودونو مخنیوي په موخه صادر شوی.

د دې پروګرام له مخې به د فرمان مادې د بنرونو او بېلبورډونو په بڼه په عامه ځایونو او لویو لارو کې ولګول شي. دا لړۍ د چارو عمومي ادارې له لوري عملي کېږي.

د چارو عمومي ادارې ریاست د مطبوعاتو مرستیال امین الله جیلاني وايي: « دغه فرمان چې د ټولنیزو چارو د اصلاح، اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پياوړتیا په موخه صادر شوی، د خلکو له هرکلي سره مخ شوی. د چارو ادارې مطبوعاتي ټیم، د دېوالونو پرمخ د خطاطۍ په کښلو، لوحو نصبولو او دغه راز د عامه پوهاوي ناستو جوړولو له لارې، د دې فرمان مادې خلکو ته روښانه کوي. دغه فعالیتونه د مراز شریف ښار په مختلفو برخو او ولسوالیو کې ادامه لري.»

همدارنګه، پر دېوالونو او عامه ځایونو لیکنه هم د دې پروګرام یوه برخه ده. یو شمېر مزار ښاریان د دې اقدام هرکلی کوي او له مسوولینو یې د بشپړ تطبیق غوښتنه کوي.

قومي مشر حاجي حبیب الله جبارخېل وايي: « موږ د امیرالمؤمنین له دې فرمان څخه هرکلی کوو. په دې فرمان کې هغه رسم او رواجونه منع شوي چې شرعي اړخ یې نه درلود. موږ خپله مخور او سپین ږیري کسان راټول شوي او د دې رواجونو د مخنیوي غوښتنه مو کړې.»

د بلخ اوسېدونکی احمد نوید وايي: « هغه غلط او ناسم رواجونه چې اوس مهال زموږ په ټولنه کې دود شوي، باید له منځه یوړل شي. زموږ خلک په ودونو کې ډېر زیات درانه لګښتونه کوي. د زوم کورنۍ د ناوې کورنۍ له خوا مجبوره کېږي چې دا درانه لګښتونه وزغمي. دا باید له منځه لاړ شي.»

د اسلامي امارت مشرتابه په ۱۷ مه ګڼه فرمان کې تر ډېره د ودونو، نکاح، تدفین او حج په مراسمو کې له بېځایه لګښتونو څخه د مخنیوي او غیر ضروري مراسمو څخه پر ډډه کولو ټینګار شوی.

د یادونې وړ ده چې دا پروګرام به په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026
کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پيل شو
افغانستان

عمري: افغانستان به دوه کاله وروسته د کرنیزو محصولاتو صادراتي هېواد وي

اپریل 23, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist