Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان د امنیتي او اقتصادي کړکېچونو زیاتېدو له نازک حالت سره مخ کړی

شنونکي: پاکستان د امنیتي او اقتصادي کړکېچونو زیاتېدو له نازک حالت سره مخ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/09

له بېلابېلو کړکېچونو سره لاس په ګرېوان پاکستان په اړه اټکل دا دی چې له يوه کورني جمعي بحران سره مخ کېدونکی دی؛ داسې چې ترې زېږنده خطر يې ښايي د دې هېواد سياسي جوړښت ونړوي.

څارونکي باور لري چې که څه هم په پاکستان کې د ګوندونو ترمنځ اختلاف او په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې روانو جګړو هلته کړکېچ لوړ حد ته رسولی و، خو په خبره يې د امريکا، اسرایيلو او ايران ترمنځ جګړې پر منځني ختيځ سربېره، د پاکستان جاري کړکېچ د بحران تر کچې رسولی او د حاکم سياسي ساختار ريښې یې سستې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د پاکستان روانه ناقصه پالیسي د دې سبب شوې چې په پاکستان کې امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت وروستي ټکي ته ورسېږي.»

د چارو شنونکي بیا د پاکستان روان وضیعت چې په سیمه کې له واړه بدلون او کړکېچ هم متاثره کېږي، د دې هېواد د پوځي رژيم هغو پالیسیو او تګلارو پایله بولي چې له لسیزو راهیسې یې غوره کړې، تل یې د نورو په ناامنۍ کې خپلې ګټې لټولې دي او د خپلو ګاونډيو هېوادونو له ناسم وضیعت یې د ځان په ګټه استفاده کړې.

د پوهنتون استاد فیض محمدځلاند وايي: « پاکستان په دې وروستیو کې د خپلو پنځو لسیزو کرغېړنو او شومو سټراټیژيو او تګلارو پایلې او ثمره ګوري. دا مهال چې په پاکستان کې کومه نا امني او کاواکي روانه ده، هغه که سیاسي کړکېچ دی، که ټولنیز او اقتصادي کرکړېچ دی او که روانه نا امني ده؛ دا د پاکستان د خپلو سټراټيژيو نتیجه ده.»

ځينې نور بیا په دې باور دي چې اوس خلک په پاکستان کې د ډېرو ظلمونو او وژنو له امله د دې هېواد له پوځي رژیم کرکه کوي او په خبره يې، د پاکستان پوځ په دې هېواد او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې عام خلک په نښه کړي، د سیاسي ګوندونو مشران یې بندي کړي او هغوی چې له پالیسیو سره مخالفت کوي، یا یې وژلي او یا یې هم زندانونو ته اچولي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « د ډېر ظلم له امله د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې د پاکستان له پوځ څخه نفرت کېږي. د دې لامل دوی خپله دي؛ ځکه د احزابو مشران یې بندیان کړي، قومي مشران او د قومونو تاریخ ساتونکي یې زندانونو کې اچولي او هغه کسان یې شهیدان کړي چې  د دوی فرمایشونه یې نه دي منلي.»

اوس مهال پاکستان له افغانستان سره په جګړه بوخت دی، پر افغان خاوره یې یرغل کړی، عام افغانان یې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي شهیدان کړي دي. افغان ځواکونو هم د پوځي رژیم پر وړاندې د ردالظلم په نوم انتقامي عملیات پیل کړي چې تر دې مهاله یې سلګونه پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې لسګونه پوستې نیولې او  ویجاړې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist