Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران مذهبي مشر سیدعلي خامنه يي د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې ژوند بایلود

د ایران مذهبي مشر سیدعلي خامنه يي د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې ژوند بایلود

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/02

د ایران ستر مذهبي مشر آیت‌الله سید علي خامنه‌يي چې د دې هېواد ټولې واګې يې په لاس کې وې، د فبرورۍ په ٢٨مه د امریکا او اسراییلو د ګډو هوايي بریدونو په پایله کې په خپل استوګنځای کې ژوند بايلود.

علي خامنه‌ يي په ١٣١٨ لمریز کال د مشهد ښار اړوند په میردامادیانو کې زېږېدلی و. هغه له یوې روحاني کورنۍ سره تړاوو درلود او د لسیزو سیاسي ژوند په درشل کې له سختو لوړو ژورو تېر شوی.

نوموړی پر بېلابېلو سياسي موقفونو لکه د ایران انقلاب ساتونکي ګارد(سپاه) قومانداني، د ایران اسلامي شورا غړی او رییس، د ايران ولسمشر او د روح‌الله خمیني له مړینې وروسته د مذهبي مشر په توګه پاتې شوی.

علی خامنه یي په ۲۰۱۶ کال کې د اټومي پروګرام پر سر له امريکا او لوېديځ او په منځني ختيځ کې له اسرایيل سره تقابل يې د رهبرۍ پر وړاندې عمده ننګونې شوې.

له اسراییلو څخه د امریکا ملاتړ نه یوازې په ٢٠٢٣ زېږدیز کال کې پر غزې د اسرایيلي ځواکونو یرغل ته لاره هواره کړه بلکې ورسره سم یې په یمن، لبنان، سوریې او ان ایران کې هم د مخالفانو ځپلو لپاره پلمې ورکړې.

علي خامنه يي له ژوند بایللو  يوازې څو ورځې وړاندې په خپله وروستۍ وینا کې د ایراني وګړو لاریونونه کودتا وبلله.

د ایران ژوند بایللي مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌ يي ویلي وو: « زه تاسو ته په یوه کلمه کې وایم څه چې وشول هغه یوه کودتا وه، خو ماته شوه. داسې نه وه چې ووایو یو شمېر ځوانان یا غیر ځوانان غوسه شول او په اعتراضي یا تخریبي حرکتونو يې لاس پورې کړ. دا یوه کودتا وه مګر د ایراني ملت تر پښو لاندې ایره شوه.»  

ايراني رسنيو له خوا دا هم تایيد شوې چې د شنبې په ورځ د اسرایيلو او امريکا په بريدونو کې د خامنه‌يي لور، زوم او لمسي هم ژوند بایللی او د زوی احتمالي ژوند بایللو راپورونه يې هم ورکړل شوي دي.

ایران د امریکا او اسراییلو د بمباریو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي او ګواښ يې کړی چې په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې او په خپله اسرایيل مخامخ هدف وګرځوي.

په راپورونو کې راغلي، ایران د ځوابي اقداماتو په پیل کېدو سره په متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین او اردن کې د امريکا پر اډو او اسراییلو د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي: « دا ستر جنایت به هېڅکله بې‌ځوابه پاتې نه شي او د اسلامي نړۍ او اهل تشیع په تاریخ کې به یوه نوې پاڼه پرانېزي. موږ به پوره ځواک او ټینګې ارادې ځواب ورکړو او د بریدونو عاملین به پر خپلو کړنو پېښمانه کړو.»

په ورته مهال، امریکا يو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ایران هر ډول ځوابي اقدام به د واشنګټن له جدي غبرګون سره مخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي: « ایران ویلي چې نن به ډېر سخت برید وکړي. تر هغې هم سخت چې له دې وړاندې یې کړي؛ خو دا کار دې نه کوي او که یې وکړ، موږ به پرې داسې ځواک وکاروو چې تر اوسه یې ساری نه وي لیدل شوی.»

د ایران ولسمشر مرستیال محمد مخبر ویلي، د خامنه‌یي له ژوند بایللو وروسته د هغه د مسوولیتونو انتقال پړاو چارې د ولسمشر مسعود پزشکیان، د قضاییه قوې مشر او د انقلاب ساتونکې شورا د یوه فقیه غړي له لوري پر مخ وړل کېږي.  

د ایران مذهبي مشر ٨٦ کاله عمر وکړ او د خپل ژوند ډېره برخه یې له سیاست او مذهبي دعوت سره تړلې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist