د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پاکستاني حکومت د ناسمو سیاستونو په ضد او د دې ګوند د مشر عمران خان د ازادولو لپاره د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو پیلولو په تړاو سلا مشورې پیل کړې دي.
یو شمېر پاکستاني رسنیو د تحریک انصاف ګوند د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغو لاریونونو د پیل لپاره تیاری روان دی او د لاریونونو پر مهال د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی سهیل افریدي لپاره یو ځانګړی کانټینرهم چمتو کړای شوی.
د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، د دغو لاریونونو د پیل نېټه به د روژې مبارکې میاشتې له پای ته رسېدو مخکې اعلان شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکو ویلي، د دوی پلان شوي لاریونونه به د اډیاله زندان مخې ته چې عمران خان په کې بندي دی، پای ته ورسول شي او بیا به د عمران خان د ازادۍ پورې پرلټ ووهي.
په پېښور کې د تحریک انصاف ګوند استازی عرفان سلیم وايي: « زموږ مشرتابه د ګوند ټولو کارکوونکو او پلویانو ته لارښوونه کړې چې د دغو لاریونونو لپاره ځانونه چمتو کړي. دا لاریونونه به سوله ییز وي او موږ به خپلو ولسواکه مبارزو ته دوام ورکړو. زموږ ګوند به د اسلام اباد په لور او همدا راز د اډیاله زندان په لور د تګ لارې اعلان کړي. زموږ کارکوونکي به دوی ته د شویو لارښوونو له مخې عمل وکړي.»
د پاکستان تحریک انصاف ګوند(پيټۍآی) دغو لاریونونو ته داسې مهال چمتوالې نیولی چې د روانې میاشتې په اتمه نېټه هم د دې ګوند غړیو د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د درغلیو پر وړاندې د اعتراض لپاره د کاربندۍ احتجاج کړی و.
په ورته مهال، یو شمیر شنونکي په پاکستان کې د روانې سیاسي بې ثباتۍ، اقتصادي ناورین او زیاتېدونکو ناامنیو اصلي لامل د پاکستان د پوځي رژیم ناسم سیاستونه بولي. دوی خبردارې ورکوي چې که دا ناسم سیاستونه دوام وکړي، نو اسلام اباد به له لا ژور ناورین سره مخ شي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « نړۍ د پاکستان داخلي نا امنیو ته متوجه ده. دا خپله د پاکستان د بربادۍ لامل کېږي، ځکه چې د هند په مقابل کې هېڅ یو هېواد د پاکستان دفاع نه کوي. زه ډاډه یم چې پاکستان د ټوټه کېدو په حال کې دی.»
له دې هاخوا، یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي چې پر حکومت او خلکو د پاکستان پوځي رژیم زیاته ولکه او د دې رژیم له خوا روان ظلمونه سبب شوي چې اسلام اباد له یوه جدي ناورین سره مخامخ شي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « په داخلي او بهرني اړخ کې د دې ناسمو پالیسیو ادامه به په پاکستان کې د لا ډېرو ننګونو او نا امنیو سبب شي او پاکستان به په یوه بحران زده هېواد بدل کړي. د پاکستان چارواکي د خپلو اوږو بار سپکولو لپاره د ملامتۍ ګوته ګاونډیو هېوادونو ته نیسي، حال دا چې دا مسئله د منلو وړ نه ده او هېڅ یو هېواد د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. دا خپله د پاکستاني نظامیانو ناسم سیاستونه دي چې دا هېواد یې له دې ډول فاجعې سره مخ کړی.»
د یادونې وړ ده چې د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اګست په ۲۳مه له واک څخه د ناوړه ګتنې، فساد او د دولتی ډالیو د پلورلو په تور زندان ته اچول شوی او له تېرو۹۰۰ ورځو راهیسې به بند کې دی.