Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/05

د لیبیا پخواني واکمن معمر القذافي زوی سیف الاسلام قذافي د ناپېژانده کسانو له لوري په ډزو وژل شوی. رسنیو د سیف السلام قذافي د وکیل خالد الزایدي په حواله د نوموړي د وژل‌کېدو خبر تایید کړی دی.

د سیف‌الاسلام قذافي نږدې سیاسي ملګرو د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، مخ پټو وسله‌والو د هغه پر کور برید کړی او په پایله کې یې سیف الاسلام قذافي وژل شوی.

د سیف‌الاسلام قذافي ملګرو په اعلامیه کې راغلي: « څلورو نقاب‌لرونکو کسانو د هغه پر کور یرغل وکړ او هغه یې په بزدلانه او خاينانه توګه ترور کړی دی. قذافي له بریدګرو سره نښته کړې وه او بریدګرو د کور امنیتي کامرې بندې کړې وې، ترڅو د خپلو ناوړه جرمونو نښې پټې کړي.»

په ورته مهال، د لیبیا لویې څارنوالۍ ویلي، د قذافي د وژل‌کېدو په اړه یې څېړنې پيل کړې دي.  سیف‌الاسلام قذافي د ۱۹۷۲ کال په جون کې په طرابلس ښار کې زېږېدلی. هغه د لیبیا د اوږدمهاله واکمن معمر القذافي دویم زوی و. نوموړي لوړې زده کړې په لوېدیځ کې کړې او ښه ویناوال و. قذافي د خپل پلار د حکومت لپاره د پرمختګ‌پال څېره وړاندې کوله. سیف الاسلام قذافي د ۲۰۰۰ زېږدیز کال په پيل کې له لوېدیځ سره د لیبیا د اړیکو رغولو په هڅو کې مهم رول ولوباوه.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « کله چې غربي ټولنه یو کس له منځه وړي، د هغه فکر، لار او مکتب هم له هغې ټولنې څخه پاکوي. دوی معمر القذافي له منځه یوړ، په لیبیا کې یې تغییرات راوستل، اوس که د هغه زامن او کورنۍ هم سر پورته کوي او ملت ورپسې درېږي، دوی ته د منلو وړ نه ده. د قذافي د زوی وژنه هم استخباراتي لوبه ده. نوموړی یو کادر او ښه سیاسي شخصیت و او وژنه یې د لیبیا لپاره لویه ضایعه ده.»

د معمر القذافي د واکمنۍ پر مهال د هغه ځینې نور زامن هم په هوایي بریدونو او مخامخ جګړو کې و وژل شول، خو سیف الاسلام قذافي یې تر ټولو مشهور زوی و چې تر نورو یې ډېر عمر وکړ.

د یادولو وړ ده چې د معمر القذافي نور زامن هغه مهال د ناټو په بریدونو کې وژل شوي وو‎.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « د معمرالقذافي حکومت له پایته رسېدو وروسته د لیبیا وضعیت بې ثباته او څو ټوټې دی. لیبیا نا امنه ده او خلک یې په ډلو وېشل شوي او په ملوک الطوایفي بڼه اداره کېږي. دغو ډلو ته تر ډېره خپلې ګټې مهمې دي او ملي ګټې ورته لومړیتوب نه لري.»

د لیبیا پخوانی واکمن معمر القذافي په ۲۰۱۱ کال د ناټو په همکارۍ د خپل هېواد د ملکي پاڅون په پايله ووژل شو. قذافي د لیبیا یو نوموتی رهبر و او ډېر ځله یې د امریکا په ګډون پر لوېدیځ توندې نیوکې کولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist