Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/28

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد( تحریک تحفظ آیین پاکستان)، د دوشنبې په ورځ د یوې ناستې پرمهال په ټول پاکستان کې د پراخو احتجاجونو پیلولو پرېکړه کړې.

د اپوزیسیون مشر وايي، د را روانې فبروري میاشتې په اتمه به د حکومت ټول مخالف ګوندونه تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې پراخ کاربندیز پیل کړي، ورځنۍ راکړه ورکړې به ودروي او ټرانسپورټي خدمات به وځنډوي.

اپوزیسیون د ۲۰۲۴زېږدیز کال د فبروري اتمه ځکه د پاکستانیانو لپاره توره ورځ بللې چې په خبره یې په کې د شاوخوا پنځوس میلیونه وګړو پر رایو ملنډې ووهل شوې او د ټاکنو په پایلو کې د لاسوهنې له امله، پر درغلیو راغلی حکومت واکمن شو.

د اپوزیسیون مشر محمودخان اڅکزی وايي: « له تاسو ټولو غواړو چې د را روانې فبروري په اتمه په پوره ارادې او ځواک سره له شمال نیولې تر سوېل او له ختیځ تر لوېدیځه په ټول پاکستان کې سره یوځای شئ، لاسونه سره ورکړئ او دا شعار بدرګه کړئ چې موږ د ظلمونو کړۍ ماتولو پسې راوتي یو. له موږ سره یوځای شئ.»

له اوږدو سیاسي ناندریو او لانجو وروسته، د ۲۰۲۴زېږدیز کال د فبروري په اتمه په پاکستان کې عمومي او ایالتي ټاکنې ترسره شوې چې د مسلم لیګ-ن ګوند په ګټه په کې د پراخو درغلیو ادعاوې وشوې او په پایله کې یې شهباز شریف د همدې ګوند له ادرسه واک ته ورسېد. له هماغې ورځې راهیسې تحريک انصاف او نور مخالف ګوندونه دغه ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځي.

د پاکستان پوځ هغه‌مهال د ټاکنیزو پایلو د تحمیل په موخه لاریونونه سخت وځپل، زرګونه کسان یې ونیول او پر ضد یې قضیې پرانستې.

د اپوزیسیون مشر دا ورځ غندلې او له خپلو ټولو انساني او بنسټیزو حقونو څخه په استفادې يې د احتجاج کولو خبر ورکړی.

بل پلو، د خیبرپښتونخواه اعلی وزیر یوځل بیا په بند کې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان روغتيايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د نوموړي له قوله یې هغه ته د هر پېښېدونکي وضعیت مسوول د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر بللی.

د تحریک انصاف ګوند مشر  عمران خان ویلي: « که په بند کې هر څه را پېښ شول، مسوول به یې عاصم منیر وي.»

دې ټولو ته په کتو، شنونکي د پاکستان سیاسي وضعیت ناسم او له ګواښونو سره مخ بولي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « د پاکستان د حکومت او نظامیانو کړنو او ظلمونو عادي خلک او په ځانګړې توګه سیاسي فعالین تر پوزې رسولي او د صبر کاسه یې ډکه شوې. د پاکستان حکومت هغه ټول کسان نیسي، بندي کوي او د فعالیت مخه یې نیسي چې د امن غږ پورته کوي.» 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د پاکستان اوسني سیاسي حالات او د وګړو راپورته کېدل  او د لوېدیځ له خوا پرې فشارونه زیاتېدل څرګندوي چې غواړي په دې هېواد کې تحول راوړي او سیاسي نظام یې ور بدل کړي. انګېرنه داسې چې عمران خان به له زندان څخه خلاصېږي، بیا به ټاکنې کېږي او دی به د لومړي وزیر څوکۍ ته رسول کېږي. له دې وروسته به د پښتنو او بلوچانو حالات کنټرول کړي. اوس د دې کار مقدمه پيل شوې، ځکه ټاکنې په ۲۰۲۴ کال کې وشوې او تر اوسه هېچا غږ نه پورته کاوه، مګر اوس دا غږ پورته کېږي.» 

د پاکستان اپوزیسیون یا تحریک تحفظ آیین پاکستان له څو مطرحو مخالفو احزابو تشکیل شوی ګډ جوړښت دی چې په کې د تحریک انصاف، ملي عوامي ګوند، د بلوچستان ملي ګوند، د سني مذهبو اتحاد شورا او مجلس اتحاد المسلمین په څېر ګوندونه په کې راټول دي او د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان ايتلافي حکومت پالیسۍ او سیاستونه ننګوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist