Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/19

په ایران کې درېيمې اوونۍ ته د روانو سیاسي اړو دوړ پر ننوتو سربېره هم د امريکا ولسمشر غلی نه دی ناست او تازه یی په دغه هېواد کې په روان وضعیت کې د خپل هېواد ښکېلیتا په تړاو څرګندونې کړې.

په ایران کې د روان حالت له پيله ډونالډ ټرمپ څو څو ځله پر ایران د برید خبرداری ورکړی، خو تازه یې له پولېټېکو رسنۍ سره په خبرو کې د ایت‌الله علي خامنه‌اي پر مشرۍ په ايران کې د دولت اوسنۍ رهبرۍ د بدلون خبره کړې.

ټرمپ  خامنه‌اي د خلکو پر وړاندې د زور او زور زیاتیو پر کارولو تورن کړی او د نوموړي په ټکو خامنه‌اي خلک وژني.

ټرمپ زیاته کړې:« ایران کې د نوې رهبرۍ د رامنځته کېدو وخت رارسېدلی.»

د هغه په خبرو کې د ژوند لپاره ایران تر ټولو بد ځای او مذهبي مشر یې ناروغ بللی، چې په وینا یې د دې پرځای چې په وړ او سم ډول حکومتولي وکړي، اعتراض کوونکي ځپي او خپل کنټرول پراخوي.

ټرمپ دغه خبرې د ایران د مذهبي مشر له هغو پرلپسې ټویټونه وروسته کړې، چې په کې  د امریکا متحده ایالت د ایران په روانو سیاسي بې ثباتیو او لاریونونو کې ښکېله بللې وه.

خامنه‌اي پر خپله اکس پاڼه کې ډونالډ ټرمپ په مستقیم ډول هلته د ایرانیانو په وژونو او ویجاړیو کې ښکېل بللی و.

هغه زیاته کړې:« امریکایانو په ډېر هڅو او پراخو موخو دغه فتنه رامنځته کړه. خو وروسته له هغې چې د ایران ملت په ۱۲ورځنۍ جګړه کې امریکا او صهیونیزم ته ماته ورکړه، نن یې هم د الله په فضل هغوی مات او فتنه له منځه یووړه.»

د ځینو راپورونو له مخې په ایران کې د روانو تاوتریخجنو اعتراضونو له پیلېدو راهیسې شاوخوا ۱۲زره تنه وژل شوي، خو دغه شمېرې ایران په رسمي توګه نه دي تایيد کړې.

ټرمپ وړاندې د معترضینو د ځپلو په غبرګون کې پر ایران د پوځي برید خبرداری او له لاریون کوونکو سره یې د مرستې خبر ورکړی و، خو د دې خلاف یې تېره سه شنبه د لاریونوالو په وژنه کې د پام‌وړ کمښت د راتلو ویلي و.

دې ټولو ته په کتو لا هم پر ایران د امریکا متحده ایالتوړ د برید او نه بريد په تړاو کره مالومات نه شته او سپنې ماڼۍ هم ویلي، چې د برید په تړاو یوازې ټرمپ خبر دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist