Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/15

په ايران کې پراخ او له تاوتريخوالي ډک لاريونونه د تهران او لوېديځ ترمنځ په بې مخینې سياسي ناندریو او مخالفت اوښتي.

امريکا وايي، د ايران حکومت له سرو کرښو اوښتی او نیوکه یې کړې چې له لاريون کوونکو سره سخت تاوتريخوالی شوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ايران کې له لاريون کوونکو څخه د ملاتړ او تهران ته د مستقيم ګواښ په توګه له احتجاج کوونکو غوښتي چې لاريونونو ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر پرخپله ټروث ټولنيزه رسنۍ لیکلي: « ایراني وطنپالو! لاریونونو ته دوام ورکړئ، خپلې ادارې تر خپل کنټرول لاندې راولئ! د قاتلانو او زورواکانو نومونه ياد ساتئ. هغوی به درنه بیه پرې کړي. ما د لاريون کوونکو بې‌ مانا وژنو د مخنيوي لپاره ایراني چارواکو سره ټولې ناستې لغوه کړې؛ موږ به لاریون کوونکو ته مرستې و رسوو.»

ټرمپ دغه راز په سپينه ماڼۍ کې د ايران وضعيت په اړه ډېر ژر د امريکا له امنیتي او استخباراتي چارواکو سره د يوې ګډې محرمې ناستې په جوړولو ټينګار کړی. نوموړي له سي‌بي‌اېس رسنۍ سره په تازه مرکه کې تهران ته خبرداری ورکړی چې د نيول شويو لاريون کوونکو د اعدام سمدستي پرېکړه به د واشنګټن له سخت ځواب سره مخ شي.

ډونالډ ټرمپ ویلي: « که هغوی داسې څه وکړي او د زرګونو کسانو د وژنې پرېکړه وکړي، موږ به ډېر قوي اقدام وکړو. اوس چې ته د اعدام خبره کوې، موږ به وګورو چې دا به د هغوی لپاره څه ډول تمام شي؟ دا به د هغوی لپاره ښه پایله ونه لري. موږ نه غواړو هغه څه چې په ایران کې روان دي، همداسې دوام وکړي.»

ټرمپ له څو ورځو راهيسې د ايران حکومت ته د پوځي اقدام ګواښونه تکرار کړي، خو د عملي اقداماتو د څرنګوالي په اړه له یې جزيياتو ورکولو ډډه کړې.

په ورته مهال، ایران بیا امريکا او اسرایيل تورن کړي چې د لاريون کوونکو د ملاتړ په نوم په دې هېواد کې بې ثباتۍ او تاوتريخوالي ته لمن وهي.

له بلې خوا، رويټرز په یوه راپور کې ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي استازي امیرسعيد ايرواني د دې سازمان  امنيت شورا ته په يوه رسمي ليک کې ليکلي، امريکا او اسراييل په ايران کې د وروستيو لاريونونو او تاوتريخوالي اصلي مسوول دي.

په ملګروملتونو کې د ايران استازي ویلي: « متحده ایالتونه او اسراييلي رژيم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په ځانګړي ډول د ځوانانو د وژل کېدو، مخامخ او نه انکارېدونکی قانوني مسوول دی.»

پر ايران د امريکا احتمالي برید او په سيمه کې د ايران له خوا د امريکايي پوځي اډو په نښه کولو ګواښ ته په اشارې، يو شمېر عربي هېوادونو اندېښنه ښودلې چې دا کړکېچ به په سيمه کې پراخې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړي او سيمه یيزې امنيتي  همکارۍ او باورونه به له منځه يوسي.

بل پلو، سعودي عربستان او قطر ويلي، پر ايران د امريکا د بريدونو مخنيوي او له ډېپلوماټيکو لارو د ترينګلتيا کمولو هڅې يې پيل کړې دي.

بله خوا چين، روسيې او ترکیې هم پر ايران بريدونه د واشنګټن لپاره له منفي پایلو ډک بللي او دغه راز یې په ايران کې له لاريونونو څخه د امريکا ملاتړ د دې هېواد په کورنيو چارو کې ښکاره مداخله بللې.

په ايران کې د تېرې اوونۍ راهيسې پرانټرنېټ د بنديز له امله، هلته په لاريونونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي څرګندې شوې مګر يو شمېر نړيوالو رسنيو او په لوېديځو هېوادونو کې د ايران مېشتو بشري حقونو بنسټونو ويلي، د وژل شويو کسانو شمېر له ۲ زره تنو اوښتی چې له ډلې یې ۹۵ سلنه لاريون کوونکي او نور د ايران امنيتي سرتېري دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist