Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/14

په داسې حال کې چې په ایران کې له  پیل شویو احتجاجونو دوې اوونۍ اوړي، دا موضوع د نړۍ او په تېره بیا د امریکا د سیاسي مشرانو د بحث په یوه توده موضوع بدله شوی ده.

د امریکا ولسمشر د دغو احتجاجونو له پیل راهیسې څو ځلې ایران ته له احتجاج کوونکو سره د چلن په تړاو د مداخلې ګواښ کړی، خو دغه ګواښوونه د ایراني مشرانو له تندغبرګون سره مخ شوي.   

د ایران بهرنیو چارو وزیر له رسنیو سره د خبرو پرمهال په روانو احتجاجونو کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اساسي لامل، د احتجاج کوونکو ترمنځ په وسلو سمبال ترهګرو نفوذ بللی او وايي، عام وګړي او امنیتي ځواکونه یې په نښه کړي دي.

سید عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته په اشارې ویلي، تهران له مخکې نه ځان جنګ ته چمتو کړی، خو د امریکا د موافقې په صورت کې مشروطو مذاکراتو ته لومړیتوب ورکوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچې ویلي: « که واشنګټن غواړي د پخوا په شان بیا هم پوځي ځواک و ازمايي، نو موږ ورته چمتو یو، خو هیله لرو امریکا خبرې او مذاکرات انتخاب کړي. له دې هاخوا، جنګ ته د امریکا ننوتل به یوازې د اسراییلو خدمت وي او یوازې د اسراییلو ګټې به خوندي کوي. موږ چمتو یو چې د اټومي پروګرام په اړه د خبرو مېز ته ورشو، خو شرط دا دی چې دا خبرې به له ګواښونو خالي وي. اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا رهبران به عادلانه او منصفانه مذاکراتو ته حاضر شي کنه؟»

عراقچي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د امریکا ولسمشر بیا له احتجاج کوونکو څخه د ملاتړ لپاره په یو بل ګواښ کې ویلي، هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګري وکړي، د واشنګټن له خوا به له ۲۵ سلنه تعرفې سره مخ شي.

له بلې خوا، د سپینې ماڼۍ ویاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ایران د اټومي پروګرام او د احتجاج کوونکو د ځپلو په اړه د واشنګټن دریځ روښانه دی. د هغې په خبره، د ډېپلوماسۍ ترڅنګ دوی د پوځي ځواک کارولو انتخاب هم په لاس کې لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت زیاته کړې: « زه فکر کوم د ولسمشر ټرمپ پروګرامونه ډېر ښه دي، ځکه هغه ټول انتخابونه پر مېز اېښې دي. ممکن هوايي بریدونه یو له دغو انتخابونو وي، خو ډېپلوماسي لومړی او تر ټولو مهم انتخاب دی. ولسمشر ټرمپ تېره شپه تاسو ته ووېل چې له ایرانه ورسره اړیکې نیول شوې دي.»

له بلې خوا، په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښیي په تهران کې بیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بریټانیا، جرمني، ایټالیا او فرانسې سفیران احضار کړي.

دغو ډېپلوماټانو ته هغه ویډیوګانې ښودل شوې دي په کې د احتجاج کوونکو په منځ کې داسې کسان لیدل کېږي چې په وسلو سمبال دي او په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ډزې کوي.

له دغو ډېپلوماټانو غوښتل شوي چې له احتجاج کوونکو څخه دې له ملاتړه لاس واخلي.

په ایران کې وروسته له هغې پیل شوي احتجاجونه په تاوتریخوالي بدل شول چې د دې هېواد مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي امنیتي ځواکونو ته د هغوی د ځپلو امر وکړ.

که څه هم تراوسه کومې سرچینې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړې، خو په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې تر دې دمه له ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ زره احتجاج کوونکي نیول شوي دي. په وژل شویو کې ۱۳۳ تنه د امنیتي ځواکونو غړي هم شامل دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « په هغه صورت کې چې ایران کې روان لاریونونه نتیجه ور نه کړي، ښايي امریکا په نظامي برید لاس پورې کړي چې په دې سره به د ایران وضعیت له اوس هم ډېر بحراني شي. په ایران کې د اخ او ډب ادامه او د جګړې پیل د افغانستان په ګټه نه دی او زه هیله لرم په ایران کې شته ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.»             

د امریکا ولسمشر د ګواښونو په غبرګون کې د ایران بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو ترڅنګ، یمن او د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند هم غبرګونونه ښودلي او خبرداری یې ورکړی چې که د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي، ممکن په دې هېواد کې روان حالت لا خراب او په یو ناورین واوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist