Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: افغانستان کې پاتې امریکايي پوځي تجهیزات به د پیسو بدل کې بېرته خپل کړم

ټرمپ: ایراني چارواکو اړیکه نیولې او د خبرو غوښتنه یې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/13

په ایران کې له حکومت ضد لاریونونو څه باندې دوې اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د خلکو او حکومت تر منځ د خیر اوبه نه ‌دي توی شوي.

د دې لاریونونو په تړاو په نړیواله کچه تند غبرګونونه پارېدلي. ملګرو ملتونو او د امریکا ولسمشر په ایراني چارواکو غږ کړی چې د لاریونونو پر مهال د اعتراض کوونکو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

ډونلډ ټرمپ په ایران کې د روانو اعتراضونو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، ایراني چارواکو ورسره اړیکه نیولې او د خبرو لپاره یې چمتوالی ښودلی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: «هو، هو. ایران د خبرو لپاره راسره اړيکه نيولې وه. د ایران مشران غواړي خبرې وکړي. فکر کوم چې دوی د امریکا له خوا له ضربې ستړي شوي دي. موږ ښايي له دوی سره وګورو. زما مطلب دا دی چې غونډه پلانېږي، خو موږ ښايي د هغه څه له امله چې پېښ شوي اقدام وکړو.»

ټرمپ زياته کړې، امریکا لوری اوس مهال د ايران په اړه د سختو انتخابونو په اړه جدي فکر کوي او په خبره یې، ډېر ژر به يې په تړاو یوه پرېکړه وشي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: « موږ دا په جدي توګه ګورو. پوځ یې په لټه کې دی او موږ د ځینو خورا قوي غوراويو په لټه کې یو. موږ به یوه پرېکړه وکړو.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بيا په ​​ایران کې د لاریونکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچې په اړه خپرو شویو راپورونو هېښ کړی او له ایران يې غوښتي چې د ولسي وګړو پر وړاندې له زغم کار واخلي او له زور زیاتي ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وايي: « زه د ایراني چارواکو له خوا د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د زور زیاتي کارولو راپورونو چې په دې وروستيو ورځو کې یې مرګ ژوبله اړولې، هېښ کړی يم. د بیان، ټولنې او سوله‌ ییزو راټولېدنو د ازادۍ حقونو ته باید په بشپړ ډول درناوی او د هغو ساتنه وشي.»

بله خوا، د ایران ولسمشر هلته پر روانو لاریونو سربېره د خپل حکومت د اقتصادي تګلارو دفاع کړې. نوموړي منلې چې د اقتصاد په اړه د خلکو ترمنځ سخته بې ‌باوري او اندېښنه موجوده ده او اټکل یې کړی چې ښايي د خلکو۸۰ یا ۹۰ سلنه دا اندېښنې پر ځای وي. مسعود پزشکیان ډاډ ورکړی چې موجوده اقتصادي ناانډولي به اصلاح کړي او په دې توګه به حکومت پر روان کړکېچ برلاسی شی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: « دوی باید خپلې غوښتنې د ترهګرو او بلواګرو له غوښتنو سره ګډې نه کړي. موږ له تاسو سره ناسته کوو، که موږ ستاسو ستونزې حل نه کړې او که مو ستاسو غوښتنې وا نه ورېدې، بل ګام هغه مهال پورته کړئ.»

د ایران د بشري حقونو يوه سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، اعلان کړی چې په ياد هېواد کې د لاريونونو پر مهال لږترلږه ۱۹۲ کسان وژل شوي. نړيوالو رسنيو بيا د وژل شویو شمېر له ۲سوو کسانو لوړ ښودلی.

د چارو څارونکي وایي، زبرځواک هېوادونه غواړي د ایران اوسنی وضعیت لا کړکېچن کړي، ترڅو سیمه یوې بلې جګړې ته ور ټیل وهي.

د پوځي چارو څارونکی کامران امان وايي: « د ایران حکومت باید د خپلو خلکو غوښتنې واوري او که یې همدا اوس نه شي حل کولی، لږترلږه ژمنه دې ورسره وکړي. باید دا لاریونونه ودرول شي.»

د پوهنتون استاد سمیع‌ رحماني وايي: « که د یوه سیمه ییز قدرت په توګه ایران د پرځېدلو خواته ځي، سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته به ډېرې ناوړه پایلې ولري.»

نېټ‌بلاک سازمان چې د نړۍ په کچه د انټرنېټ محدودیت څاري ویلي، په ایران کې د احتجاجونو له پراخېدو سره هم‌مهاله له ۶۰ ډېر ساعتونه کېږي چې په ایران کې انټرنیټي خدمات بند دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist