Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د لاریونونو په دوام، له سلو زیات لاریون کوونکي وژل شوي

ایران کې د لاریونونو په دوام، له سلو زیات لاریون کوونکي وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/12

د ۲۰۲۵ میلادي کال د ډسمبر میاشتې ۲۸ نېټه وه چې د ایران په ځینو ښارونو کې یو شمېر دوکاندارانو او په واټونو کې ګرځنده پلورونکو د خوراکي توکو او بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ایراني اسعارو د بیو لوېدو په اعتراض کې لاریونونه پیل کړل.

لا ډېر وخت تېر شوی نه و چې د دوی سوله ییز شعارونه د حکومت ضد او سیاسي شعارونو باندې بدل شول.

د ایران د مذهبي مشر له حکم وروسته د دې هېواد پوځي ځواکونو د احتجاجونو د لا پراخېدو د مخنیوي په خاطر لاس په کار شول، خو له دې سربېره، د ایران په ځینو ښارونو کې دا احتجاجونه لاهم دوام لري.

دا اعتراضونه یوازې په ایران کې دننه محدود پاتی نه شول، بلکې په سویډن، بریټانیا، اسکاټلنډ، هسپانیا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو کې مېشتو ایرانیانو چې د ایران د شاهي دورې بیرغونه یې له ځانه سره لېږدول، په ایران کې له روانو اعتراضونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

له بلې خوا، ایران کې د انټرنېټي خدماتو د بندولو له کبله د دغو احتجاجونو په لړ کې د مرګ ژوبلې او د احتجاج کوونکو د نیولو په اړه بېلابېلې شمېرې خپروي.

په دې ترڅ کې بي‌بي‌سي په یو خبر کې ویلي چې تردې دمه شاوخوا سل احتجاج کوونکي وژل شوي دي، خو نورو رسنیو بیا د مرګ ژوبلې شمېر پنځوس تنه ښودلې او وايي، په زرګونو کسان نور نیول شوي هم دي.

له احتجاج کوونکو سره د ایران د حکومت چلن بله ستونزه ده چې د یو شمیر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غبرګونونه یې له ځانه سره درلودل. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې یو ځل بیا له احتجاج کوونکو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي: « ایران ازادي ته ګوري او داسې چې ښايي مخکې له دې یې ساری نه وي لیدل شوی. د امریکا متحده ایالتونه په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی.»

په ورته وخت کې د اروپايي کمیسیون مشرې په خپله ایکس پاڼه د احتجاج کوونکو پر وړاندې د ایران د حکومت چلن ته په کتو لیکلي، اروپا په بشپړه توګه د احتجاج کوونکو سره ولاړه ده.

د اروپا کمیسیون مشره اورزولافون درلاین وايي: « اروپا په بشپړه توګه له دوی سره ولاړه ده. موږ د تاوتریخوالي په وسیله د دې جاییزو احتجاجونو ځپل په څرګند ډول غندو. د دې ځپلو عاملان به په تاریخ کې ثبت شي. موږ د ټولو نیول شویو احتجاج کوونکو د ازادولو غوښتونکي یو. موږ د انټرنېټې خدماتو د بیا فعالولو غوښتنه هم کوو او په نهایت کې د انسانانو د بنیادي حقوقو درناوی غواړو.»

خو د امریکا او اروپايي کمیسیون په خلاف، یمن بیا د ایران له حکومت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی.

د دغو احتجاجونو له پیل راهیسې، ایراني چارواکي له احتجاج کوونکو سره د مناسب چلن سپارښتنه کوي او د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د ایران په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

د دغو احتجاجونو په اړه په یو وروستي پرمختګ کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په خپله اېکس پاڼه د یو انځور په خپرولو سره لیکلي، د ایران ولس به د دغو احتجاجونو په وړاندې بریالی شي.

آیت الله علي خامنه يي ویلي: « انشاءالله ژر به الله د بري احساس د ایران د خلکو په زړونو کې واچوي.»

د ایراني رسنیو په وینا، زیات شمېر خلک وروسته له هغې چې احتجاج کوونکو په ځینو ښارونو کې د عامه خدماتو مرکزونه یې زیانمن کړل او ان د ځینو جوماتونو انځورونه هم خپاره شول چې د دوی په وینا، د احتجاج کوونکو له خوا سوځول شوي، د حکومت په پلوۍ واټونو ته راوتلي دي.

ایراني رسنۍ دا هم وايي، حکومت توانېدلی چې د احتجاجونو د پراخېدو مخه ونیسي، خو دا یې هم ویلي چې په دې هڅو کې له سلو تنو زیات پولیس ځواکونه هم په بېلابېلو ښارونو کې وژل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist