Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د سوریې او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیاوو کمولو هڅه کوي

امریکا د سوریې او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیاوو کمولو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/08

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د متحده ایالاتو په مشرۍ د اسراییلو او سوریې ترمنځ د امنیتي، استخباراتي او اقتصادي همکاریو د همغږۍ پر یوه ګډ درې اړخیز مکانېزم جوړولو هوکړه شوې.

له دې وزارت په خپره شوې اعلاميه کې زياته شوې، د دې مکانېزم پربنسټ، د دمشق او تل‌ابیب ترمنځ امنیتي همکاري رامنځته او موجوده ترینګلتیاوې به پای ته ورسېږي.

په اعلامیه کې  د مکانېزم جوړېدو مشخصې نېټې په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی. د راپورونو پر بنسټ، د اسراییلو او سوریې د لوړو پوړو چارواکو او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو  په اړه خبرې د سې‌شنبې په ورځ د پاریس ناستې په څنډه کې شوې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: « د اړیکو دا مکانیزم به د اختلافاتو ژر حل په موخه د یوې وسیلې په توګه کار وکړي او د ناسم پوهاوی د مخنیوي هڅه به وکړي.»

په ورته مهال، د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو له سوریې او امریکا سره په یادو مسایلو د شویو خبرو پخلی کړی او زیاته کړې يې ده چې د دې مکانېزم پر بنسټ له سوریې څخه اسراییلو ته د ګواښونو مخنیوی او په سوریه کې د دروزي اقلیت خوندیتوب ورته لومړیتوب لري.

د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ویلي: « هوکړه شوې چې خبرې به دوام ومومي، ترڅو ګډې موخې او د دروزي لږکیو خوندیتوب تامین شي.»

د دې ترڅنګ د سانا په نوم د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې له اسراییلو او امریکا سره د اړیکو رغولو په ګډ مکانېزم کې د سوریې چارواکو د ګډون موخه په ۱۹۷۴ کال کې د بېلتون په نوم د دواړو لوریو د موافقه شوي تړون چې له مخې به يې اسرایيلي ځواکونه په هغه وخت کې د سوريې له لاندې کړيو سيمو نور وړاندې نه ورتېرېږي، بیا عملي کول دي.

په راپور کې د سوریې حکومتي سرچینو په حواله راغلي، دمشق هڅه کوي د دې مکانېزم له لارې اسراییلي ځواکونه بېرته هغو پولو ته ستانه کړي چې د بشرالاسد حکومت پر مهال په کې مېشت وو.

د سانا خبري اژانس په راپور کې راغلي: « د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني په مشرۍ په دې ناسته کې د ګډون موخه د بیلتون په نوم د هغه تړون عملي کول دي چې په ۱۹۷۴ میلادي کال کې پرې موافقه شوې، ترڅو اسرايیلي ځواکونه بېرته هغو سیمو ته ور وګرځول شي چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر وړاندې په کې مېشت وو.»

د الجزیزې ټلوېزيون د راپور له مخې، د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیاوو راکمولو دا مکانېزم داسې مهال رامنځته کېږي چې اسراییلو له دې وړاندې د سوریې جولان غرنۍ سیمه په ۱۹۶۷ کال کې اشغال کړې او د بشرالاسد حکومت له پرځېدو وروسته یې د سوریې جبل الشیخ غرنۍ سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist