Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې اپوزيسيون له ګاونډيو سره پر تقابل ولاړو تګلارو له امله د اوسني حکومت د منحلولو غوښتنه کړې

پاکستان کې اپوزيسيون له ګاونډيو سره پر تقابل ولاړو تګلارو له امله د اوسني حکومت د منحلولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/07

دامهال په پاکستان کې د امنیتي ستونزو سربېره سیاسي کړکیچ د لا پراخیدو په حال کې دي چې له امله یی شهباز شریف په مشرۍ د ایتلافي حکومت د منحلولو غوښتنه راپورته شوی.
دغه غوښتنه د تحريک تحفظ ايين پاکستان يا TTAP په نوم د حکومت اپوزيسيون کړې او مشر یی وړاندیز کوي چې د اوسني حکومت له منحلېدو سره سم دې د رڼو او ناپییلو ټاکنو ترسره کېدو پورې داسې لنډمهالې حکومت رامنځته کړای شي چې د ټولو ګوندونو استازي پکې موجود وي.
محمود خان اڅکزي دا غوښتنه په پاکستان کې د روانې سیاسي بې ثباتۍ له امله چې دی یی خطرناکه بولي کړې او دغه ناورین یی د حکومت او پوځ له لوري له ګاونډیو سره پر تقابل ولاړو تګلارو پایله بولي.
د پاکستان د اپوزيسيون مشر محمود خان اڅکزی وايي: « له داسې حالاتو سره زموږ اوسنی غیرمنتخب پارلمان مقابله نه شي کولای. د دې لپاره راځئ، چې دا حکومت ختم کړو. د ټولو ګوندونو په شمول دې یو لنډ مهاله حکومت اعلان شي، د ټاکنو نوی کمېشنر دې وټاکل شي او هېواد دې بیا د ټاکنو پر لور ولاړ شي. زموږ شاوخوا وضعیت ډېر خطرناک دی. په کومه اندازه، چې وزیران او جنرالان خبرې کوي، دا د خپلو ګاونډیانو پر ضد د جګړې فضا جوړوي.»
نوموړي د راتلونکي فیبروري په اتمه په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې د مسلم ليګ ‌ن په مشرۍ د پاکستان د اوسني حکومت پر ضد د پراخو لاريونو خبره هم کړی.
د چارو څارونکي که څه هم په پاکستان کې سياسي بې ‌ثباتي شديده ګڼي خو زياتوي چې اپوزيسيون ترې د سياسي فشار په توګه استفاده کوي چې خپل مقابل اړخ یې چې اوسنی حکومت دی لا ډېر کمزوری کړي.
د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « هېڅکله هم محمود خان او د محمود خان امثالهم لکه ایمل ولي چې د پښتنو د رهبرۍ دعوې لري دوی د تاریخ په اوږدو کې ونشو کولای د پښتنو د ناخوالو او د پاکستان ظلم او بربریت پر وړاندې په ځغرده ودرېږي.»
ځيني نور شنونکي بیا د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د اپوزيسيون غوښتنه چې د حکومت منحلېدو په اړه يې کړې، معقوله ګڼي او زياتوي هلته د حکومت له بدلون سره دا امکان شته چې د پاکستان پر سياست د پوځ اغېز کمزوری کولو هڅه هم وشي.
د دوی په باور د پاکستان په سياست کې د پوځ نقش کمزوري کولو هڅې په حقيقت کې په سيمه کې د ثبات له ټينګښت سره مرسته ده.
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « د پاکستان دولت اداره که له منځه ځي او دغلته بله اداره جوړېږي دا بیا ډېره ښه ده، د دغې سرطان له دانې څخه ټول ګاونډیان په امن شي او کومې ناسمې تګلارې چې دوی لري دغه به له منځه ولاړې شي او ستونزې به ورسره حل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ د وروستي راپور له مخې په خپله پاکستان، قبايلي سيمو، خيبرپښتونخواه او بلوچستان کې تېر کال ناامني ۲۶ سلنه زياته شوې.
په دغه راپور کې وړاندوينه شوې وه که پاکستان پر خپلو سياستونو غور ونکړي نو راتلونکي کې به د لا زیات سخت حالت سره مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist