Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین د اکتوبر پر ۱۱ مه د پښتنو قامي جرګه رابللې

پښتین: د پاکستان پوځ د ډالري جګړو او د ځمکو غصب لپاره ملکي خلک په نښه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/24

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، له تیرو لسو ورځو راهیسې د پېښور پوهنتون د پښتنو محصلینو له لورې د پاکستان د پوځ په لاس د پښتنو وژنې، سړي تښتونې، تباهۍ، جګړو، د ځمکو غصب او د کانونو لوټلو پر ضد اعتراض روان دی.

منظور احمد پښتین د ياد اعتراض د غږ بدرګه کولو په موخه زياته کړې، چې د پاکستان پوځ د نوموړي په ټکو د ډالري جګړې او د ځمکو غصب لپاره عامه پښتانه په نښه کوي او وژني يې.

نوموړي د پوځ دې ظلم خلاف فعالان هم ناخوندي ياد کړي او زياته کړې يې ده، چې د نوامبر په ۱۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ پلاوی په خيبرپښتونخوا کې له امن جرګې د راستنېدو پرمهال د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري تښتول شوي او اوس هم بې درکه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر   منظوراحمد پشتین وايي: ((د پي ټي اېم د پلاوي تښتولو پر ضد د پېښور پوهنتون، د بنو پوهنتون، د فاټا پوهنتون او د خیبر پوهنتون محصلینو اعتراض وکړ او له دې وروسته له تېرو لسو ورځو راهیسې د پېښور پوهنتون محصلین په اعتراضي غونډه کې ناست دي، خو تر دې دمه نه د حکومت کومې فیدرالي او نه ایالتي ادارې له خوا محصلینو ته ډاډګیرنه ورکړل شوې. مونږ پښتنو محصلینو ته سلام کوو، چې تر خپله وسه یې د تښتول شویو محصلینو د حق په خاطر هڅې وکړې او اوس یې هم کوي.))

منظور احمد پشتین د پښتنو درد او غم شريک ګڼي او وایي، چې د کمولو لپاره يې هڅې کول یقینا اصلي انسانیت، میړانه او پښتنولي ده.

نوموړی زیاته کړې، هغه محصلین، چې په اعتراض کې يې ګډون ونه شوای کړای، نو په خواله رسنيو کې یې دې ملاتړ وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر   منظور احمد پشتین ویلي: (( مونږ د لادرکه محصلینو او د پي ټي اېم پلاوي او د دغه غورځنګ د بندي غړو د خوشي کولو په خاطر په اروپا او نورو هېوادونو کې د پي ټي اېم د غړو اقداماتو ته سلام کوو. )) 

د پوځي او سیاسي چارو شنونکي وایي، پاکستان حکومت له تېرو څو لسېزو راهیسې د پښتانه ټول وژنې پروژې اخیستې او پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې له پښتنو غواړي، چې پاکستان روانو پالیسو مخنیوي لپاره دې یو موټي شي او پاکستان دې خپل اساسي حقوق وغواړي.

د پوځي چارو شنونکی  توریالی ځاځی وايي: (( د پښتون پر ضد دښمني د څو پېړیو راپه دې خوا پیل شوې په ځانګړې توګه د پاکستان په جوړېدو سره زیاته شوې ده. انګریزانو ستر ملت پښتون پر دوو برخو وویشلو، په کوزه پښتونخوا کې انګریزانو ۱۹۴۷ میلادي کال کې ۴۰۰ د پښتنو ښځې او ماشومان ووژل. پاکستان په سیمه کې د پښتنو د له منځه وړلو لپاره رامنځته شوی او پښتانه باید سره یو ځای شي. ))

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال ورته خبره کوي خو زیاتوي: (( هیله من یم چې د پاکستان سیاست به تغیر وکړي او خپلې ستونزې به په خپلو کې حل کړي. )) 

له دې مخکې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له ټولو پښتنو غوښتي وو، چې د پاکستان د پوځ له لوري د ظلم خلاف ټول یو موټی شي او د یو بل درد له یو څو ورځو تېرېدو وروسته هېر نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist