Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان له خوا بندیزونو، د پاکستان سوداګرۍ ته له ۴.۵ میلیارد ډالرو ډېر زیان اړولی

د افغانستان له خوا بندیزونو، د پاکستان سوداګرۍ ته له ۴.۵ میلیارد ډالرو ډېر زیان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

پاکستان له افغانستان سره د سوداګريزو لارو تړلو له امله رامنځته شوي کسر ځورېږي او زيان يې د دې هېواد له محاسبې څو برابره زيات دی.

ډان ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له قوله راپور ورکړی چې وړاندې پاکستان په ورځني ډول له ۵۰ تر۶۰ ميليون ډالرو افغانستان ته صادرات لرل، خو د لارو له بندولو راهيسې، دغه صادرات بند شوي او له امله یې شاوخوا ۴.۵ میليارد ډالره زيان کړی.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور کې راغلي: « موږ افغانستان ته د ځینو مهمو موسمونو پرمهال په ځانګړي ډول په کرنې او ودانیزو چارو کې په ورځني ډول له ۵۰ تر ۶۰ میلیون ډالرو صادرات لرل. موږ به هره ورځ افغانستان ته سمنټ، بوره، کېنو یا لیمو، نارنج، کچالو، درمل او د جراحي وسایل لېږل. د دې لارو له تړل کېدو سره دا په ټپه ولاړ دي او پاکستان ته یې له امله ۴.۵ میلیارد ډالرو څخه زیات زیان اوښتی.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت ادامه ولري، نو د نارنجو او کچالانو په څېر به یې نور موسمي صادرات هم چې له روانې ډسمبر تر مارچ میاشتې پورې ترسره کېږي، شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت زيان وويني.

یو شمېر افغان سوداګر بیا وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له درېدو وروسته اوس ګڼ شمېر افغان سوداګر هڅه کوي چې د دې هېواد په ځای په بدیلو لارو غور او کار وکړي.

سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « موږ پوهېږو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت کچه صفر شوه، خو افغانستان وکولی شول چې نورو هېوادونو ته لاره پيدا کړي او خپل صادرات ور ورسوي. د خدای شکر دی موږ په لوړه کچه زیانمن نه شوو، خو پاکستان میلیاردونه ډالر زیان وکړ. دوی هغه توکي نورو ګاونډيانو ته نه شي صادرولی چې افغانستان ته یې صادرول.»

افغان سوداګر محمد رفیع ابراهیمي وايي: «مخکې کلونو کې به پاکستان هرځل هغه مهال لاره بندوله چې د افغانستان د تازه مېوو او ترکاریو فصل به را ورسېد. فرضي دروازې به تر هغو تړلې وې چې زموږ فصلونه به ختم شول.»

پاکستان له کلونو راهیسې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره سوداګري کوي، خو څارونکي باوري دي چې که پاکستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې خپلو چلن مثبت لوري ته بدل نه کړي، نو د نورو سوداګريزو زيانونو انتظار دې هم کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د افغانستان لارې او بندرونه د پاکستان لپاره ډېر ګټور وو، دوی له منځنۍ آسیا سره تجارت کاوه او افغانستان هم د دوی د توکو لپاره ښه مارکېټ و. کله چې دا تجارت ولاړ وي، پاکستان به نور هم زیانونه کوي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سیاسي ترینګلتیا وروسته، له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې سوداګریزې لارې او راکړه ورکړه په ټپه ولاړ دي. اسلامي امارت پر افغان سوداګرو غږ کړی چې د دې هېواد په ځای په نورو بدیلو لارو فکر او راکړه وکړه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist