Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روان کال پاکستان کې امنیتي پېښې پنځوس سلنه زیاتې شوې

روان کال پاکستان کې امنیتي پېښې پنځوس سلنه زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

 

 

خیبرپښتونخوا په ۲۰۲۵ز کال کې د پاکستاني پوځ او تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ترمنځ د بې مخينې جګړو شاهده وه.

په خیبرپښتونخوا کې د امنيتي پېښو پر ضد د مبارزې یوې ادارې د ۲۰۲۵ زږدېز کال  د امنیتي پیښو په اړه یو راپور خپور کړې دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د پاکستاني پوځ پر امنيتي پوستو ، مرکزونو او پرسونل څه باندې ۱۵۰۰هدفي بريدونه شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه لوړوالی ښيي.

په راپور په شویو حملو کې د عسکرو، عامو خلکو مرګ ژوبلې ته هم اشاره شوی ده.

په خیبرپښتونخوا کې د امنيتي پېښو سره د مبارزې اداره ((په ۱۵۸۸ امنيتي پېښو کې ۵۰۲  کسان وژل شوي ، چې ۲۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۷۰ نور ټپيان دي ، ۱۲۴ امنيتي پرسونل وژل شوی او ۲۴۴ نور ټپيان دي او دغه راز ۱۸ نور د قانون پلي کوونکو ادارو غړي وژل شوي دي.))

په راپور کې که څه هم د سړک د غاړې بمونو  پیښې کمې ښودل شوي، خو د وسله والو خوځښتونو پیښې پکې د اندیښنې وړ بلل شوي دي.

د برېتانيا ، امريکا او ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان پخوانۍ استازې مليحې لودهی په ډان ورځپاڼه کې په یوه څیړنیزه مقاله کې د پاکستان پوځي رژيم پر وړاندې د امنيتي ، سياسي او اقتصادي برخو کې د موجوده ننګونو لړۍ د يو جدي بحران په توګه ياده کړې چې د واکمن پوځي رژيم سره د خلکو د ملاتړ کچه يې څه باندې ۸۰ سلنه راکمه کړېده .

د سيمه‌یيز وضعيت څارونکي په خيبر پښتونخوا کې روان امنيتي وضعيت او د پاکستاني رژيم پر وړاندې د مخالفتونو بې ساري زياتوالي ته په اشارې وايي ، له لسيزو راهيسې دغه رژيم د خپلو ګټو لپاره يو شمېر ولسونه نه يوازې له بنسټيزو حقونو بې برخې کړي؛ بلکې هغوی سره يې د بشر ضد جنايتونو پاليسی تعقيب کړې ده .

د سياسي چارو شنونکی معين ګل څمکنی وايي:  (( په اوسني حالت کې پاکستان ډېره سخته اقتصادي بې ثباتي لري. په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې په زوره خلک له کورونو ایستل کېږي او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.))

د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی بیا ورته خبره کوي خو زیاتوي: (( دا خو په خپله د پاکستان کړنې دي چې په خیبر پښتونخوا کې کېږي او دغه ټول د پاکستان پوځ او ای اس ای کړنې دي او دې ته باید نړۍ متوجه شي او نړیوال باید قاطع پرېکړه وکړي چې له سیمې دغه هېواد ورک شي او په سیمه کې امن راشي. ))

تحریک طالبان پاکستان بیا تر دی دمه دې راپور ته  غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېرو کلونو کې یې ورته راپورونه رد کړي وو او ویلي وو، چې پاکستان په دا ډول راپورونو کې د عسکرو مرګ ژوبله یا پټوي او  یا یې شمیرې خورا کمې ښیي.

 

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist