Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبرپښتونخوا کې د یوه برید له امله ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي

پاکستان کې د ناامنیو زیاتېدل؛ د پوځ پر تګلارو نیوکې په ډېرېدو دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/11

د خیبرپښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې، پر پاکستاني پوځیانو د ټي.ټي.پي له بريد وروسته چې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ تنه پوځيان په کې ووژل شول، د دغه هېواد دفاع وزیر، پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پاکستاني طالبانو تحریک پر ملاتړ تورن کړی دی.

 خواجه محمد اصف پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، عمران خان زرګونه طالبان راوستل او په بېلا بېلو سیمو کې يې مېشت کړل او په خبره يې اوس هره ورځ د پوځيانو وينې توېيوي  .

اصف دغه راز هلته مېشت افغان کډوالو ته هم د ایستلو ګواښ کړی چې د ده په وينا د افغان کډوالو د ۶۰ کلونو مېلمه پالنې بیه موږ د خپلو وینو په بدل کې ادا کوو.

هغه زیاته کړې:« په زرګونه طالبان عمران خان پاکستان ته راوستل او هلته يې  مېشت کړل. کلونه کیږي زموږ د پوځ او ولس وینه تویېږي. ۶ میلیونه افغان کډوال د ۶۰ کلونو مېلمه پالنې بیه موږ د خپلو وینو په بدل کې ادا کوو. وخت رارسېدلی چې افغان مېلمانه خپلو کورونو ته ستانه شي .»

په ورته مهال د دغه هېواد پخواني لومړی وزیر عمران خان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه تګلاره چې د ترهګرۍ پر ضد په ډرون بریدونو، جنګي الوتکو، او هاوان بمباريو عملي کېږي، یوه ډېره ناپوهانه ستراتیژي ده چې ملت یې په یوه پای‌ نه ‌لرونکي خطرناک دور کې بند ساتلی.

خان زیاته کړې:« هغه ناکامه تګلارې او غلط لومړیتوبونه چې له پاکستانه مافیايي حکومت پر ولس تحمیل کړي. پاکستان او په تېره بيا خیبر پښتونخواه يې د ترهګرۍ یوې ګواښوونکې څپې ته مخ کړې ده روان کال چې لا يې دوه میاشتې پاتې  دي، خو د ریکارډ تر کچې دلته انساني  ژوند صدمه لیدلې ده.»

خان ټینګار کړی چې پاکستان سره پرته له خبرو بله لار نشته او زیاتوي چې له ځايي حکومت او ولس سره په ګډه دې له افغان حکومت او مشرانو سره د ستونزو د حل او د ناامنۍ ډېرېدو مخنيوي لپاره خبرې وکړي.

هغه په دې اړه وايي:«  زه بیا وایم چې خیبر پښتونخواه کې د بي ثباتۍ د ختمولو لپاره د خیبر پښتونخواه حکومت، قبایلي ولس، د افغانستان حکومت او د افغان ولس استازو سره خبرې مهمې دي.»

دا لومړی ځل نه دی چې عمران خان د پاکستان پوځ تګلارې ننګوي، بلکې تر دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ورته څرګندونې کړي دي.

خليلزاد د پاکستان اوسني حکومت ته وړاندیز کړی و چې د پاکستاني طالبانو تحریک سره دې د جنګ پر ځای خبرې وکړي او باور يې ښودلی و چې جنګ او د دې تحریک پر وړاندې عملیات ناکامه پالیسې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist