Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خبرو اترو کې له پرمختګ سربېره، پر غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري

خبرو اترو کې له پرمختګ سربېره، پر غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د سې ‌شنبې په ورځ په غزې کې د هغې جګړې دوه کاله پوره شول چې په خپله د حماس غورځنګ له خوا پر اسراییلو د ناڅاپي برېدونو له امله پيل شوې وه.

له دې بريد سره سم، اسراییلو د هوا او ځمکې له لارې پر غزې د پراخو پوځي عملیاتو پرېکړه اعلان کړه.

د الجزیرې ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، پر اسرایيلو د حماس برید کې شاوخوا ۱۱۳۹ اسرایيليان ووژل شول او ۲۰۰ نور د ياد غورځنګ له لوري يرغمل ونیول شول، خو پر غزې د اسراییلي ځواکونو د خونړيو بریدونو د دوام په پایله کې تر اوسه څه باندې ۶۷ زره فلسطیني وګړي شهیدان او نږدې ۱۷۰ زره نور ټپیان شوي دي.  

غزه کې د جګړې د دوو کلونو له پوره کېدو سره حماس غورځنګ ويلي، اسرایيل د اوږمهاله جګړې له لارې د فلسطينيانو نسل وژنې ته دوام ورکوي او غواړي له خپلې خاورې يې وباسي.

دې غورځنګ نړیوال او په ځانګړي توګه عربي هېوادونه تورن کړي چې په غزې کې يې له روان وضعیت سره خواخوږي او همکاري له شرمه ډکه وه.

حماس غورځنګ وړاندې ویلي: « اسراییلو د بې دفاع فلسطیني وګړو پر وړاندې خپل وحشي بریدونه  دوامدار ساتلي. نړیواله ټولنه چوپه خوله ده او عربي هېوادونه په مرسته کولو کې ناکامه شوي.»  

امريکا په دې جګړه کې دوه ډوله رول اداء کوي چې يو يې د جګړې د دوام لپاره د اسرایيلو تسليحاتي ملاتړ او بل يې د درولو لپاره د منځګړي رول دی. د جګړې درولو هڅو په لړ کې يې يوه شل ماده ‌ييزه طرحه وړانديز کړې چې په اساس يې په مصر کې د حماس او اسرایيلو ترمنځ مذاکرات هم پيل شوي او له پرمختګونو سره مل دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: « دوی ښه مخته تللي. موږ به د اوونۍ تر پایه وګورو چې څه پېښېږي، خو دوی ښه مخته روان دي.»

د ټرمپ په وړاندیز شوې طرحه کې هغه موارد چې د حماس او اسراییلو ترمنځ په مذاکراتو کې د خنډ په توګه يادېږي، له غزې په بشپړه توګه د اسراییلي ځواکونو نه وتل او د حماس بې وسلې کولو شرطونه دي. 

یو شمېر اسراییلي سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې د دوی ځواکونه به د غزې له هغو سیمو په شا نه شي چې د اسراییلو امنیت ته سټراټیژیک ارزښت لري.

بله خوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزې کې د  دایمي اوربند او جګړې درېدو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې تطبیق حیاتي ګڼي او پر ژر پلي کېدو یې ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي: « له دوو کلونو سختو ربړونو وروسته باید دا هېله ولرو چې داسې یو موقع په لاس راغلې، ترڅو دغه ناورین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ پای ته ورسوو. دایمي اوربند او د یو باور وړ سیاسي بهیر ایجاد د سولې لپار لاره پرانېزي. ملګري ملتونه به د سولې له ملاتړ پرته بله لار انتخاب نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په غزې تړانګه کې د اسراییلو له خوا بریدونه لا هم دوام لري. د جمعې له ورځې راهیسې هلته په اسراییلي بمباریو کې له سلو زیات فلسطینان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو په دې دوه کلنه جګړه کې د غزې نږدې ۹۰ سلنه عامه تاسیسات، استوګنځایونه او زېربنايي بنسټونه ویجاړ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist